د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په شمال لودیځ کې څو چاودنو درې کسان وژلي


شاهدانو د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومي ۲۳) وویل چې د ترکیې پولې ته نږدې د سوریې په شمال لودیځ کې په څو چاودنو کې د دوو شکمنو ځانمرګو برید کوونکو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

دا د نوې عیسوي کال له پیل څخه راپدیخوا په سوریه کې لومړۍ چاودنې دي.

رویټرز خبري آژانس د ژغورنې تیم د یوه کارکوونکو په حواله راپور ورکړی چې یو ملکي وګړی هغه مهال ووژل شو چې د ترکیې پولې ته نږدې د سوریې په عزاز ښار کې یوه ټرانسپورتي دفتر ته نږدې په یوه موټر کې بم وچاودید.

د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې د لومړۍ چاودنې وروسته، د الباب ښارګوټي په یوه مارکیټ کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې شکمن ځانمرګی برید کوونکی ووژل شو او درې نور کسان ټپیان شول.

له دې څو شیبې وروسته یو بل ځانمرګی برید د سوریې د عفرین ښار پر یوې څلور لاره چې اکثریت کردان پکې ژوند کوي‌ ترسره شو.

ترکي او سوریي ځواکونو په ۲۰۱۸ کال کې د عفرین ښار د ولسي دفاع له ملیشو څخه چې اکثریت کردان دي، ونیو.

د سوریې د شمال لودیځ اکثریت ښارګوټي چې له ترکیې سره پوله لري، د سوریې د عربانو له خوا چې د ترکیې ملاتړ لري، مدیریت کیږي. پر دې سیمو تیر کال په مکرر ډول بمي بریدونه وشول او اکثریت دغه بریدونه د ملکي افرادو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې کیدل.

ترکیه او اورپکي متحدین یې وایي چې ددغو چاودنو هدف‌ "د سیمې د نه کنټرول کیدو لپاره" دي کوم چې د سوریې د یوې لسیزې کورنۍ جګړې پرمهال د یاد هیواد شاوخوا درې میلیونه وګړي د حکومت د کنټرول لاندې سیمو څخه دې ځای ته راغلي دي.

د سوریې په عزاز او نورو سیمو کې عرب اورپکي چې د ترکیې ملاتړ لري، د ولسي دفاع قطعات، د ورته بریدونه عاملین بللي دي، هغه اورپکي چې د سوریې د شمال لودیځ او شمال ختیځ پر یو شمیر سیمو حاکم دي.

بلخوا د ولسي دفاع قطعاتو، ترکیه د ملکي افرادو په وژلو تورنه کړې او ادعا یې کړې چې انقره د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د هغه هیواد په شمال کې پر ملکي وګړو بریدونه کوي.

ترکیه د ولسي دفاع قطعات، د کردستان د PKK کارګر خوند یوه برخه ګڼي ، هغه ډله چې ترکیې د خپل هیواد ترهګریزو سازمانونو په لست کې راوستې ده.

انقرې ویلي دي چې د ولسي دفاع قطعات د سوریې د اورپکو په ملاتړ ، سوریې ته داخل شوي دي.

انقره اوسمهال په سیمه کې پراخ نظامي حضور لري او خپل زر ګونه پوځیان یې د سوریې د اورپکو په وروستي مرکز کې ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG