د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د امریکا په پوځي مرکز د توغنديو برید شوی - د څار ډله 


د سوریې او عراق نقشې
د سوریې او عراق نقشې

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د چهارشنبې په ورځ جنوري پنځمه (مرغومې۱۵) د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو د امریکا د متحدو ایالتونو په یوې پوځي اډې توغندي وار کړي دي.

دا پوځي اډه د سوریې په ختیځ کې د «العمر» په سیمه کې ده چې د تیلو زېرمې هم لري.

د بشري حقونو د څار دغه ډله وايي چې یو توغندی د هیلیکوپتر د ناستې په ځای کې لګېدلی او دوه نور په تش میدان کې غورځېدلي دي. وايي ورانی یې رامنځ ته کړی خو تلفات نلري.

دا ډله وايي چې دوی په سوریه کې دننه له سرچېنو څخه دا معلومات ترلاسه کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله ایران پلوه ملېشې تورنوي چې دا برید یې کړی دی.‌ وايي دا ملېشې له عراق سره په سرحد کې په «دیر الزور» کې فعال دي.

د ایتلاف ځواکونو د توغندیو د بریدونو په ځواب کې د «المیادین» ښارګوټي د باندې سیمه، چې د سوریې او تهران د نیابتي ډلې مرکز بلل کیږي، بمبار کړې ده. تر دې دمه په دغه بمبار کې د تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی.

تېره ورځ د ایتلاف ځواکونو وویل چې په «دیرالزور» کې د «ګرین ویلیج» په سیمه کې د امریکا د پوځ په یو مرکز توغول شوی راکټ یې شنډ کړی دی. د ایتلاف ځواکونه دلته له داعش جګړه مارانو سره جنګیږي.

همدغه راز تېره ورځ د امریکا په مشرۍ ایتلاف هغه دوه بې پیلوټه الوتکې ووېشتلې چې په عراق کې یې د هغوی پوځي مرکز باندې د برید لپاره الوځول شوې وې. تر دې یوه ورځ مخکې هم دوې نورې دا ډول الوتکې غورځول شوې وې.

XS
SM
MD
LG