د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: تروریزم لا هم په نړۍ کې پراخ تهدید دی 


د داعش غړي
د داعش غړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) په یوې ارزونې کې ویلي دي‌ چې تروریزم تېرکال په نړۍ کې یو ثابت او پراخ تهدید و.

په راپور کې راغلي‌ چې «متحده ایالتونه او ملګرو یې د تروریستي شبکو خلاف ستر اقدامات کړي» دي. راپور کې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دورې تر وروستي ۲۰۲۰ کال پورې د لویدیځ د ترهګرۍ ضد په هڅو راټول دی.

راپور وايي «د جغرافیې په اساس په نړۍ کې د ترهګرۍ تهدید نور هم پراګنده شوی دی.»

په راپور کې همدغه راز ویل شوي‌ دي چې داعش په عراق او سوریې کې خپل ټول قلمرو له لاسه ورکړی دی خو، «دا سازمان او نورو څانګو یې په نړیواله کچه د ترهګرۍ کمپاین روان ساتلی او خونړي ‌بریدونه یې کړي» او په ۲۰۲۰ کې یې تر مخکنیو کلونو ډېر خلک وژلي دي.

په راپور کې د القاعده شبکې یادونه هم شوې ده او ویل شوي‌ دي، سره له دې چې د القاعده ډلې د دوو مشرانو له وژل کېدو وروسته زیان ګاللی خو بیا یې هم « د حکومت تر کنترول لاندې سیمو، د جنګي زونونو او په منځني ختیځ کې د امنیتی خلاو څخه ګټې اخیستلو ته دوام ورکړی چې ترهګریزې منابعې ترلاسه او ترهګریز بریدونه وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايی چې د القاعده شبکې «په بهر کې او په خاص ډول په منځني ختیځ او افریقا کې خپل موجودیت پراخ کړی، [د القاعده ملګرې] په عربي ټاپو وزمه کې القاعده، د افریقا په ښکر کې الشباب او په ساحل کې جماعت النصر الاسلام والمسلیمن په نړۍ کې تر ټولو فعالې او خطرناکې تروریستې ډلې دي.»

دا راپور همدغه راز وايي چې ایران «په ۲۰۲۰ کې په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده. ایران په سیمه کې د حزب الله او حماس په ګډون په بحرین، لبنان، سوریه او یمن کې د نیابتي او ملګرو ډلو ننګه کوي.» راپور همدغه راز وایي چې د القاعده ډلې یو شمېر مشران په ایران کې اوسیږي‌ او له هغه ځای څخه د ترهګریزو عملیاتونو زمینه سازي کوي او «په نړیواله کچه د ایران اسلامي انقلابي ګارد قدس ځواکونه د تروریستانو په ګمارلو، هغوی ته د بسپنې د ټولولو او په اروپا، افریقا، اسیا او امریکا کې په پلانونو کې فعاله ونډه لري».

XS
SM
MD
LG