د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې پر ائتلافي ځواکونو د ډرون بریدونه شنډ کړل


امریکایي چارواکو د سه شنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومي ۱۴) وویل چې په عراق کې یې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په وړاندې د دوو بې پیلوتکو الوتکو له برید څخه چې چاودیدونکي‌ توکي پکې وو ، مخه نیولې ده.

دغو چارواکو زیاته کړې چې دغه دوه بې پیلوټکه الوتکې چې د عین الاسد هوایي اډې په طرف په حرکت کې وې، په هوا کې شنډې کړي دي. د عین الاسد په هوایي اډه کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ځواکونه میشت دي.

ائتلافي ځواکونو هم د یوه ټویټ په کولو ویلي هغوی د دوشنبې په ورځ هم د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د دوو نورو ډرون الوتکو چې چاودیدونکي توکي پکې وو د برید مخه نیولې ده. ​


د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په سوریه کې راکټي بریدونه خنثی کړل

د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه کوي، د سه شنبې په ورځ جنوري ۴ (مرغومي ۱۴) وویل چې د هغه هیواد په شمال شرقي سیمه کې یې راکټي بریدونه شنډ کړي دي.

ائتلافي چارواکو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي:"د توغندیو د توغولو د څو ځایونو له تشخیص وروسته چې قریب الوقع تهدید ګڼل کیده" ائتلافي ځواکونو ددغو تهدیداتو د له منځه وړلو لپاره هوایي بریدونه وکړل.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې ددغو راکټونو هدف د سوریې په شمال شرق کې د زرغون کلي 'ګرین ویلیج' په نامه د امریکایي ځواکونو یو مرکز وو.

په دې سیمه کې د اسلامي دولت جنګیالي تر اوسه هم فعال دي او امریکایي ځواکونه د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو ترڅنګ د هغوی په وړاندې مبارزه کوي.

په عراق او سوریه کې پر ائتلافي ځواکونو د برید دغه هڅې د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر جنرال قاسم سلیماني د وژل کیدو د دویمې کلیزې یوه ورځ وروسته کیږي.

سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې په دریمه نیټه د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG