د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د قرائت پر سیالیو د توغندۍ لګېدو ۱۵ تنه ټپیان کړي


خو یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې ۱۵تنه ټپیان شوي
خو یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې ۱۵تنه ټپیان شوي

نن دوشنبه اپرېل ۲۶(غويي ۶) سهار څه باندې نهه بجې د کونړ ولایت مقام پر ودانۍ د توغندۍ لګېدو له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس دغه توغندۍ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د قران کریم د حافظانو تر منځ د قرائت سیالیو پر غونډه لګېدلې چې لږ تر لږه پنځه کسان یې ټپیان کړي دي.

د ولایت مقام د معلوماتو په اساس په ټپیانو کې درې تنه حافظان او دوه تنه د سیالیو تنظیمونکي شامل دي.

خو یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې ۱۵تنه ټپیان شوي چې په وینا یې اکثره یې د قران کریم حافظان دي او مرمۍ له لیرې غرونو څخه راتوغول شوې ده.

عیني شاهدان وایي چې ځینې ټپیان په مرګوني حالت کې روغتون ته رسول شوي دي.

د کونړ روغتیا ریاست بیا ویلي چې د ټپیانو ارقام به وروسته شریک کړي.

تر دا مهاله د دغه توغول شوي میزایل مرمۍ مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو تر دې مخکې د کونړ ولایت پر ځینو ولسوالیو د چارواکو په وینا د پاکستاني ملېشو په توغندیزو بریدونو کې یو شمېر ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG