د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې یو جنګي چرګ خپل څښتن وواژه 


په هند کې د چرګانو جنګول منع دی

له هغه وروسته چې یو چرګ د هند په جنوب کې خپل څښتن وواژه، چارواکي هلې ځلې کوي چې هلته د چرګانو د جنګ تنظیمونکي ونیسي.

د یو چرګ څښتن د خپل چرګ په پښې کې یو چاړه ځړولې وه چې خپل مخالف چرګان مات کړي، خو چرګ پر خپل څښتن برید کړی او ژوبل کړی یې و.

چارواکي وايي د چرګ مالک روغتون ته تر رسېدو مخکې مړ شوی دی. چرګ د هغه ورون ژوبل کړی و.

د هند په جنوب کې چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې د لوتنار په کلي کې ۱۶کسانو د چرګانو دا جنګ برابر کړی و.

چارواکي ‌وايي‌ شاید دا مالکان په قتل، شرط تړلو او د چرګانو په جنګولو تورن شي.‌

په هند کې د چرګانو جنګول منع دي خو بیا هم په ځینو سیمو کې خلک دا کار کوي.

په هند کې هر کال د چرګانو په جنګ کې زرګونه چرګان وژل کیږي او د حیواناتو د حقونو د فعالانو له هلو ځلو سره سره بیا هم ډېر خلک د چرګانو د جنګ نندارې ته راټولیږي.

XS
SM
MD
LG