د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ روحاني وایي امریکا پر ایران د بندیزونو لرې کولو فرصت بایلود


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وایي د کروناویروس په خپریدو سره د امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې د بندیزونو د لرې کولو تاریخي فرصت له لاسه ورکړ.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ اپریل لومړۍ نیټې وویل چې د بندیزونو د نه لغو کولو سربیره د کروناویروس پر وړاندې د ایران مبارزه نده شنډه شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ مارچ ۳۱ وویل چې ددې امکان شته چې متحده ایالات پر ایران او یو شمیر نورو هیوادونو بندیزونه راکم کړي چې د کروناویروس پر وړاندې مبارزه وکړي. خو ښاغلي پمپیو ددې کار لپاره کومه مشخصه نیټه یاده نکړه.

حسن روحاني نن په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: «دا یو ستر فرصت و چې امریکایان د ایران نه بخښنه وغواړي... او پر ایران باندې لګیدلي غیر عادلانه بندیزونه لرې کړي.»

هغه زیاته کړه چې: «امریکایانو ښایي ددې فرصت نه استفاده کړی وای او د ایران ملت ته یې ویلی وای چې دوی ورسره دښمني نلري.»

د کروناویروس په ایران کې څه دپاسه ۳۰۰۰ کسان مړه کړي او ددغه ویروس د پیښو شمیر پدې هیواد کې له ۴۸ زرو څخه اوښتی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ مخالفت د ۲۰۱۸ کال راهیسې زیات شوی کله چې د امریکا جمهور رئیس د تهران سره د شپږو لویدیځو هیوادونو د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه ووت او بیا یې پر ایران باندې یو لړ نور بندیزونه هم ولګول چې دې کار د ایران کمزوری اقتصاد نور هم وځپه.

څه وخت مخکې واشنګټن د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ایران ته د بشري مرستو د استولو وړاندیز وکړ، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي دغه وړاندیز رد کړ.

ښاغلي روحاني په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د امریکا بندیزونو ونشو کړای چې د کرونا پر ضد د دوی هڅې ناکامه کړي: «مونږ تر ډیره حده کروناویروس سره د مبارزې لپاره د ټولو ضروري وسایلو د تولید لپاره په خپل ځان متکي یو. مونږ د ډیرو هیوادونو په پرتله ددې ویرسونو پر ضد مبارزه کې بریالي یو.»

د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د عربي متحده اماراتو، چین، بریتانیا، فرانسې، قطر او ترکیې په ګډون یو شمیر هیوادونو ایران ته د ماسکونو او پلاستیکي دستکشو په ګډون روغتیایي مرستې استولې دي. جرمني د سه شنبې په ورځ وویل چې فرانسې، بریتانیا او جرمني ایران ته روغتیایي وسایل استولي دي.

XS
SM
MD
LG