د لاس رسي وړ اتصالات

ار اس ایف: کندهار کې د خبریالانو بندیانول غیر قانوني دي


د بې پولې خبریالانو ټولنه د نیول شویو خبریالانو پرېښودل غواړي
د بې پولې خبریالانو ټولنه د نیول شویو خبریالانو پرېښودل غواړي

د بې پولې خبریالانو ټولنې یا (RSF) د افغانستان او ایران څانګې مشران وايي چې په کندهار کې د یوې سیمه ایزې راډیو د څلور خبریالانو نیول غیر قانوني کړنه ده او په دې اړه یې خپلې اندیښنې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي‌ دي.

د (RSF) د افغانستان او ایران څانګې مشر رضا معیني د جمعې په ورځ جولای ۳۰ (زمري ۸) کابل کې یو خبري کنفرانس وویل" د بې پولې خبریالانو ټولنه د خبریالانو نیول غندي او دا یوه غیرقانوني اقدام بولي."

ښاغلي معیني وویل چې افغانستان په سیمه کې یو د هغو هیوادونو څخه دې چې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت کې د نورو سره د پرتلې وړ نه دی.

هغه د افغان حکومت او د رسنیو د استازو ترمنځ د ګډې کمیټې فعالیت په دې برخه کې ډیر مهم وګڼه او ویې ویل چې د دغې کمیټې د شتون له امله د خبریالانو ډیرې ستونزې حل شوي دي.

رضا معیني وویل د دې لپاره چې په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت څخه خبریالانو ته په یو شمیر ولایتونو کې ستونزې پیدا شوي او کیدای شي، چې ستونزې نورې هم زیاتې شي. هغه وايي ګډې کمیټې ته یې یو پروتوکول وړاندې کړی چې په ولایتونو کې د خبریالانو امنیتي ستونزې او ګواښونه وارزوي او د ارزونې په اساس د خبریالانو د خوندیوب لپاره اقدام وکړي.

دا پروتوکول، چې " ار اس ایف" د نړیوالو قوانینو او معیارونو پر اساس ترتیب کړی په سختو امنیتي شرایطو کې له یو ځای څخه بل ځای ته د خبریالانو لیږدول د ګډې کمیټې په چوکاټ کې د افغان حکومت دنده بولي او ټینګار کوي چې د نورو اوسیدونکو په څیر، د خبریالانو خوندیتوب هم د حکومت د مسولیتونو څخه دی.

دا پروتوکل د ګدې کمیټې مشر او د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش ته سپارل شوی دی.

د ګډې کمیټې مرستیال ضیا بومیا دې خبري کنفرانس ته وویل، چې د څلورو سیمه ییزو خبریالانو د خوشې کیدو لپاره کار روان دی.

هغه د " ار اس ایف" د پروتوکول په باب وویل چې دا پروتوکول په ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو کچه ارزوي او د ګواښونو د ارزونې وروسته یې د ګډې کمیټې له خوا پر وړاندې اقدامات کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو څخه پس د یو شمیر ولایتونو څخه خبریالان د کابل په ګډون نورو ولایتونو ته ګډه شوي دي.

د افغانستان د اصلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر قاسم وفايي زاده تیره اونۍ خبریالانو ته وویل، چې لږ ترلږه طالبانو په هرات، بغلان، سنګان،، بلخ او کندز ولایتونو کې یو شمیر راديو سټیشنونه په خبل کنټړول کې اخیستي او د دغو راډیو ګانو څخه یې په خپله ګټه خپرونې پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو رسنیو ښځینه کارکوونکې له کار څخه شړل شوي دي.

د دې مخکې نۍ یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې ویلي وو چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو د پوځي پرمختګونو وروسته تر ۳۰ رسنیو پورې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د دغو رسنیو په لسګونو خبریالان او کارکوونکي د کابل په ګډون یو شمیر نورو ولایتونو ته ګډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG