د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر کابل ته تللی دی 


جنرال فرانک مککنزي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر
جنرال فرانک مککنزي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر

امریکايي چارواکي وايي د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال فرانک مککنزي کابل ته تللی دی.

ښاغلی مککنزي نن دوشنبه سهار جولاۍ ۱۲ (چنګاښ ۲۱) کابل ته ورسېده. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال استن میلر په یو لړ رسمي مراسمو کې ښاغلي مککنزي ته قومانده وسپارله.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو امریکا غږ ته ویلي دي چې ۹۰ سلنه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي. ولسمشر بایډن ویلي‌ دي چې د اګست په ۳۱ په افغانستان کې د امریکا جګړه رسمي ختمیږي.

ټاکل شوې چې ښاغلی مککنزي به د افغانستان د امنیتي‌ ځواکونو سره د امریکا د اینده مرستو په اړه هم خبرې وکړي.

مککنزي د افغانستان، عراق او سوریې په ګډون په سیمه کې د امریکا د پوځ مشري کوي.

له هغه سره په سفر کې یوه ډله خبریالان هم مله دي. نوموړي خبریالانو ته وویل: «زه اعتراف کوم چې دا (مرستې) به د پخوا په څېر نه وې، مګر موږ د هغوی (افغان ځواکونو) سره مرسته کوو.»

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ رئیس جنرال مککنزي خبرداری ورکړی دی چې طالبان د جګړې د «پوځي حل» هڅه کوي.

نوموړي‌ همدغه راز خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ولایتونو مرکزونه له خطر سره مخامخ دي خو په خبره یې د افغانستان امنیتي‌ او دفاعي‌ ځواکونه هوډ من دي‌ چې د «دغو ولایتونو د مرکزونو د ساتلو لپاره قوي مبارزه» وکړي.

جنرال مککنزي د اګست تر ۳۱ پورې دا صلاحیت لري چې په افغانستان کې د طالبانو په ضد د هوايي برید امر وکړي. ولسمشر بایډن اعلان کړی دی چې د اګست په ۳۱ افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسیږي.

خو نوموړي وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به د هغوی ډېر پام د القاعده او داعش په ځپلو ورټول وي.

په همدې حال کې ځينې امریکایي سیاستوال ویره لري چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به د استخباراتي معلوماتو ټولول،‌ چې پرې د سپتمبر د نهمې د پېښې په څېر پېښو مخه ونیول شي، ستونزمن وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په خونه کې د دموکرات ګوند استازې الیزا سلاټکن وايي چې دوی لا هم د ښاغلي بایډن د ادارې ځواب ته منتظر دي‌ چې معلومات ورکړي متحده ایالتونه به څنګه د امریکا په ضد د القاعده ډلې د پلانونو مخه نیسي.

هغې وویل: «زه نغواړم چې هغوی دې نړۍ ته ووايي چې د سبا پلان څه دی. خو دا مهمه ده چې دوی موږ ته په خصوصي مجلسونو کې ځينې جزییات راکړي.»

امریکایي چارواکي په دې باور دي چې طالبان به ونشي کولای چې القاعده ډله افغانستان له خاورې څخه د امریکا په ضد له پلان کولو را وګرځوي.

ملګري ملتونو د روان کال د جنورۍ په میاشت کې وویل چې په افغانستان کې د القاعده ډلې شاوخوا ۵۰۰ جنګیالي‌ شته او طالبان هم ورسره نژدې اړیکې لري. د امریکا او طالبانو د قطر د تړون یوه مهمه برخه همدا وه چې طالبان به له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پرې کوي.

خو افغان چارواکي وايي چې طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکي پالي. دا خبرې داسې مهال کیږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG