د لاس رسي وړ اتصالات

نی: کندهار کې څلور نیول شوي خبریالان دې ژر خوشې شي


د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره (نی) وايي سره له دې چې په کندهار کې د ملي امنیت ادارې له خوا د څلور خبریالانو له نیول کېدو څخه ۲۴ ساعتونه تېر شوي خو تراوسه څرګنده نه ده چې هغوی په کوم وضعیت کې دي.

نی په یو بیان کې ویلي چې په کندهار ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو د "ملت غږ" راډیو درې کارکوونکي بسم‌الله وطندوست، قدرت سلطاني، محب عبیدي او د شینوا اژانس انځور اخیستونکی ثناالله صیام تېره ورځ په کندهار کې نیولي دي.

په بیان کې راغلي چې دغه خبریالان په کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته له تللو او د دغې ډلې له یو قوماندان سره له مرکې وروسته د بېرته ستنېدو په حال کې نیول شوي دي.

نی ویلي: "کندهار کې د ملي امنیت ادارې ویلي چې دغه خبریالان یې د امنیت شورا په امر نیولي دي او ژر به بېرته خوشې شي، خو اوس چې څه باندې ۲۴ ساعتونه د هغوی له نیولو تېرېږي د هغوی برخلیک څرګند نه دی او کورنۍ یې د هغوی د نامعلوم وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري".

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د دغو خبریالانو نیول د قانون، د بیان د ازادۍ او د بشري حقنونو د اصولو خلاف بللي او ژر یې د بېرته خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې دغه خبریالان سپین‌بولدک ولسوالۍ ته تللي او د بېرته ستنېدو په وخت نیول شوي دي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په وروستۍ جګړه کې یو شمېر رسنیو او بنسټونو د بشري حقونو د نقضولو او د ملکیانو د وژنې په تړاو راپورونه ورکړي دي.

د افغانستان حکومت وايي چې طالبانو په سپین بولدک کې ۴۰۰ ملکییان له خپلو کورونو بیولي او ۱۰۰ تنه یې په ډزو وژلي دي.

طالبانو په سپین‌بولدک د ملکيانو ځورول او وژل رد کړي دي.

د نی ادارې ټینګار کړی چې په غیرقانوني توګه د خبریالانو نیول به جنګي سیمو ته د خبریالانو د ورتللو او د جګړې له امله په سیمه کې د بند پاتې شویو کسانو د وضعیت په تړاو د راپور ورکولو د مخنیوي لامل شي.

نی د افغانستان له ملي امنیت ریاست څخه غوښتي چې دې ستونزې ته له قانوني لارو څخه رسېدنه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان د رسنیو د قانون د ۴۳ مادې په اساس د خبریالانو هر ډول سرغړونې باید رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون له خوا وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG