د لاس رسي وړ اتصالات

مارکو روبیو له پاپ لیو سره ولیدل

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له پاپ سره
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له پاپ سره

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن پنجشنبه (مۍ اومه) په واتیکان کې د کاتولیک مسیحیانو له مذهبي مشر پاپ لویو سره ولیدل.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو خواو په منځني ختیځ او لویدیځې نیمه کرې کې د مشترکو منافعو په اړه خبرې کړې دي.

مارکو روبیو په خپل رسمي ایکس کې له پاپ لیو سره د خپل ملاقات تصویرونه خپاره کړي دي. ښاغلي روبیو لیکلي دي: «له پاپ لیو څوارلسم سره مې ولیدل او د سولې او انساني کرامت د ترویج لپاره مو په خپلې ګډې ژمنې ټېنګار وکړ.»

مارکو روبیو ایټالیا او واتیکان ته په سفر تللی دی.

تر دې مخکې د واتیکان لپاره د متحدو ایالتونو سفیر براین برچ ویلي چې د روبیو او پاپ ترمنځ خبرې به دواړو خواو ته دا فرصت برابر کړي چې «یو بل ښه درک کړي» او د هر ډول اختلافاتو په اړه بحث وکړي.

نوموړي هغه خبره رد کړې وه چې ګنې د ولسمشر ټرمپ د حکومت او پاپ ترمنځ «ژور درز» موجود دی.

پاپ په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د بریدونو له پیل راهېسې د سولې او مذاکراتو غوښتنه کړې وه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له انتقاد سره مخ شوی و.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG