د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د پالیسۍ او امنیت په کلني نړیوال کنفرانس کې د برخې اخیستو په موخه مونیخ ته په رسیدلو خبرداری ورکړ چې نړۍ په چټکۍ سره بدلېږي او په جیوپولیتیک ډګر کې یې پر یوې «نوې دورې» ټینګار وکړ.
روبیو د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د هغه لوي امریکایي پلاوي مشري کوي چې د جمعې په ورځ پیل شو. هغه پلان لري چې د درې ورځني کنفرانس پر مهال د یورو-اتلانتیک امنیت لپاره د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه له خپلو سیالانو سره وګوري.
روبیو وویل: «نړۍ زموږ د سترګو مخې ته په ډېرې چټکۍ سره بدلېږي. پخوانۍ نړۍ پای ته رسېدلې ده. موږ اوس د جیوپولیتیک په نوې دوره کې ژوند کوو، او دا به له موږ ټولو وغواړي چې حالات له سره وارزوو چې دا نوې بڼه څه ډول ده او زموږ رول به پکې څه وي.»
هغه دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کی ترې وپوښتل شول چې اروپایان له ده څخه څه تمه لري. ټاکل شوې ده چې هغه سبا (شنبه) په کنفرانس کې وینا وکړي.
مارکو روبیو مونیخ ته له تګ مخکې خبریالانوته وویل چې د امریکایي چارواکو له متحدینو سره یې په خصوصي ډول د بدلېدونکې نړۍ په اړه ډېرې خبرې کړي دي، او تمه لري چې دا خبرې به دوام وکړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې تمه لري د اوکراین له ولسمشر، ولادمیر زیلینسکي، سره وګوري. زیلینسکي هم مونیخ ته رسېدلی دی.
روبیو په اوکراین کې د «ډاروونکې» جګړې په اړه خبرې وکړې، هغه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له خوا پیل شوه.
کله چې په دې ساړه ژمي کې پر اوکراین د روسیې د بمبارۍ په اړه وپوښتل شول، روبیو وویل: «دا ډېر وحشتناکه حالت دی. خلک ځورېږي. دا د کال تر ټولو یخ وخت دی. همدا لامل دی چې جګړې ویجاړونکې وي او ځکه موږ له یو کال څخه زیات وخت راهیسې ډېر سخت کار کړی چې دې جګړې ته د پای ټکی کېږدو.»
د مونیخ د امنیتي کنفرانس تنظیموونکو وویل چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نږدې ۵۰ حکومتي مشران او چارواکي په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
دکنفرانس مشر د همدې اونۍ په پیل کې وویل چې تمه ده د امریکا د کانګرس څه باندې ۵۰ غړي هم په دې غونډې کې برخه واخلي.
د مونیخ امنیتي کنفرانس د نړیوال امنیتي پالیسۍ په مهمو مسایلو د نړیوالو خبرو اترو لپاره یو مهم او بنسټیز پلیټفارم بلل کېږي.
فورم \ دبحث خونه