د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا متحده ایالتونه د هغو راپورونو په اړه نور معلومات غواړي چې وایي کیوبا په خپلو اوبو کې په یوې چټکې کښتۍ کې څلور کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه لوړپوړي امریکايي ډیپلوماټ وویل: «زه هر دلیل لرم چې خپل معلومات وغواړم. موږ په متحده ایالتونو کې پرېکړې د کیوبا د چارواکو د خبرو پر بنسټ نه کوو.»
روبیو زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم چې موږ به په دقیقه توګه معلومه کړو چې څه پېښ شوي او پدې پېښه کې څوک ښکېل وو. موږ به یوازې د نورو د خبرو منلو ته غاړه کېنږدو. زه باور لرم چې موږ به وکولای شو په خپلواکه توګه د پېښې حقیقت ومومو.»
د کیوبا حکومت د چهارشنبې په ورځ ناوخته ادعا وکړه چې په امریکا کې ثبت شوې چټکې کښتۍ لسو سپرلیو پر کیوبایي سرتېرو ډزې کړې وې. هغوی هغه کیوبایان وو چې په امریکا کې اوسېدل او غوښتل یې ټاپو ته ځانونه ورسوي. حکومت دا هم وویل چې دوي په ترهګریزو فعالیتونو کې د نفوذ نیت درلود.
دغه اعلان د کیوبا له خوا ددې خبر تر خپرولو مخکې وشو چی ویل یې سرتېرو یې په فلوریډا کې ثبت شوې کښتۍ کې څلور کسان وروسته له هغې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي چې کښتۍ لومړی پر دوی ډزې کړې وې او یو کیوبايي افسر یې ټپي کړی و.
روبیو تر دې مخکې خبریالانو ته ویلي وو، کله چې هغه د سینټ کېټس او نیویس په هوايي ډګر کې و او له کارابین مشرانو سره یې په سیمهییزه سرمشریزه کې یرخه اخیسته چې د پېښې په اړه ورته معلومات ورکړل شول. هغه وویل چې د امریکا متحده ایالتونه خپل معلومات راټولوي تر څو معلومه کړي چې ایا قربانیان امریکايي اتباع یا دایمي اوسېدونکي وو او که نه.
هغه وویل: «بس دومره به ووایم چې په پراخ سمندر کې د دې ډول نښتو لیدل یوه ډېره غیرمعمولي پېښه ده. دا داسې څه نه دي چې هره ورځ پېښ شي. رښتیا دا ده چې له کیوبا سره دا ډول پېښه له ډېرې مودې راهیسې نه ده شوې.»
د فلوریډا د لوی څارنوال جیمز اوتمیر دفتر د دې پېښې په اړه د څېړنې اعلان کړی دی.
فورم \ دبحث خونه