د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات کوي


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، نن چهارشنبه د سپټمبر ۱۰، د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر، چو یان، سره په واشنګټن کې ملاقات کوي.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې د جنوبي کوریا په سلګونه وګړي په جورجیا ایالت کې د ناقانونه کډوالو په ضد یوې پراخې چاپې کې نیول شوي او ټاکل شوې ده چې بیرته خپل هېواد ته واستول شي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د "یونهاپ" خبري اژانس ته د چو یان د سفر په اړه ویلي چې "موږ په عمده توګه د خپلو وګړو د توقیف د موضوع حل کولو او (هېواد) ته د دوی د خوندي راستنېدو ډاډ ترلاسه کولو باندې تمرکز کوو."

تېره اونۍ په جورجیا ایالت کې د یونداې موټرو د بطرۍ جوړولو په یوې فابریکې باندې د ناقانونه کډوالو په ضد یوې پراخې چاپې کې شاوخوا ۴۷۵ کسان ونیول شول چې ۳۰۰ تنه یې د جنوبي کوریا کارګران وو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ، روانه اونۍ د تروت سوشېل په ټولنیزې شبکې کې وویل: "زه له ټولو هغو بهرنیو شرکتونو څخه چې په متحدو ایالتونو کې پانګونه کوي، غوښته کوم چې لطفاً زموږ د هېواد د کډوالۍ قوانینو ته احترام وکړئ."

ټرمپ زیاته کړه چې بهرني شرکتونه امریکایي کارګران وګماري او روزنه ورکړي.

د جنوبي کوریا چارواکي په پام کې لري چې د دې هېواد نیول شوي وګړي روانه اونۍ په یوې چارتر الوتکه کې هغه هېواد ته انتقال کړي.

د کډوالو موضوع په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې متحدو ایالتونو د جولای په ۳۰ له جنوبي کوریا سره د سوادګرۍ یوه موافقه اعلان کړه چې په اساس یې د ټرمپ لخوا د هغې ۲۵فیصده لګول شویو تعرفو مخه ونیول شوه چې ټاکل شوې وه د اګست میاشتې په لومړۍ نیټه د جنوبي کوریا په وارداتي توکو عملي شي.

جنوبي کوریا د متحدو ایالتونو ترټولو مهم امنیتي او دوهم لوی سوداګریز ملګری دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG