ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جمعې په ورځ فرانسې ته سفر وکړي، چې د جي-۷ هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا غونډه به د اوکراین جګړې او د منځني ختیځ پر روان وضعیت متمرکزه وي.
پداسې حال کې چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی، ټاکل شوې ده چې دا خبرې اترې به د فرانسې په سیرنې-لا- ویل سیمه کې وشي.
د رپوټونو له مخې، د امریکا او اسرائیل پوځي عملیات په ایران کې دوام لري او تهران هم پر ګاونډیو هېوادونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي: "د بهرنیو چارو وزیر به له خپلو سیالانو سره د روسیې او اوکراین د جګړې، د منځني ختیځ د وضعیت، او د نړۍ د سولې پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي."
بل لوري ته د جي-۷ غړو هېوادونو د شنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په کې د ایران وروستي بریدونه غندل شوي دي. په اعلامیې کې راغلي چې د ملکي وګړو او بنسټونو پر وړاندې دا بریدونه "بېباکه او خطرناکه" دي.
د کانادا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران وایي: "د ایران او د هغه د سیمهییزو متحدینو بریدونه د توجیه وړ نه دي."
په اعلامیې کې له ایران څخه غوښتل شوي چې سمدستي او بې قید او شرطه ټول بریدونه ودروي او د مهمو سمندري لارو، او په ځانګړي ډول د هرمز د تنګي، امنیت دې یقیني کړي.
اعلامیه زیاتوي: "جي-۷ په وار وار ټینګار کوي چې ایران باید هېڅکله اتومي وسله ترلاسه نه کړي، د توغندیو پروګرام ختم کړي او د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ دپاره دې خپلې کړنې ودروي."
کارپوهان وایي په داسې حال کې چې نړیوال وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي، دا غونډه به د نړیوالو شخړو په اړه د همغږۍ او ګډ دریځ لپاره مهمه ونډه ولوبوي.
فورم \ دبحث خونه