د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي چې په اوکراین کې د روسیې د درې کلنې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د نوي پلان په اړه تر پنجشنبې پورې د اوکراین د ځواب په تمه دی.
ولسمشر ټرمپ د فاکس نیوز د «براین کیلمیډ پروګرام»، کې چې د جمعې په ورځ د تیلیفون له لارې غږېده وویل: «موږ فکر کوو چې پنجشنبه مناسب وخت دی.» نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوکراین ته د ځواب ویلو لپاره کوم وخت ټاکلی دی، دا څرګندونې وکړې.
ټرمپ وویل: «ما ډېر ضرب الاجلونه ټاکلي، خو که مسائیلو ښه نتیجه ورکړه، تاسو غواړئ چې ضرب الاجل وغځوئ.»
هغه همدغه راز وویل چې متحده ایالتونه به «ډېر ژر» په روسیې باندې نوي او سخت بندیزونه ولګوي. هغه وویل: «دا به د تیلو پلورل ډېر سخت کړي. دا ډېره غټه خبره ده- د هغوی ټول اقتصاد په تیلو ولاړ دی.»
لویدیځو رسنیو د دغه پلان جزیات خپاره کړي، خو تر دې دمه متحدو ایالتونو او اوکراین د دغه پلان محتویات نه دي نشر کړي. لویدیځې رسنۍ وایي چې د پلان په محتویاتو کې ۲۸ مادې شاملې دي.
د اوکراین ولسمشر خپل ولس ته په یو ویدويي پیغام کې د ټرمپ دغه پلان ته په اشارې وویل چې ولس یې تر «ځینو درنو فشارونو لاندې» دی.
هغه په اوکراین باندې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې یرغل ته او په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خاورې سره د کریمیه ټاپو یو ځای کولو ته په اشارې وویل: «شاید اوکراین دا مهال له یو سخت انتخاب سره مخامخ شي. یا به خپل وقار له لاسه ورکو او یا به د عمده شریک د بایللو خطر [منو]. یا به ۲۸ سختې مادې [منو] او یا به سخت ژمی- تر دې دمه تر ټولو سخت- او له هغه وروسته خطرونه. له ازادۍ، وقار او عدالت پرته ژوند. او دا چې موږ په داسې یو چا باور وکړو چې وار د مخه یې پر موږ دوه ځلې بریدونه کړي.»
نوموړي د جمعې په ورځ د ایکس په حساب کې ولیکل چې د ټرمپ د پلان په اړه د امریکا د ولسمشر له مرستیال جی ډي وینس او د متحدو ایالتونو د پوځ له منشي ډان ډریسکول سره یو ساعت په تیلیفون کې خبرې وکړې. سپینې ماڼۍ د دغو خبرو په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته لا ځواب نه دی ورکړی.
زیلینسکي په دې اړه لیکلي دي: «د جګړې د ختمولو په اړه مو د امریکايي لوري د وړاندیز په ډېرو جزیاتو خبرې وکړې او موږ د دایمې سولې د ترلاسه کولو لپاره د وړاندې تګ عزتمنه او اغیزناکه لاره برابرو. له موږ سره او زموږ له شریکانو سره د کار کولو لپاره د پام او تمایل له کبله منندیو یم.»
د اروپا زبر ځواکونو د اوکراین په ضد د روسیې د درې کلنې جګړې د ختمولو لپاره د متحدو ایالتونو د هڅو هرکلی کړی، متحدو ایالتونو ویلي چې د سولې په یو نوي پلان کار کوي او د جګړې له دخېلو غاړو سره هم پرې غږېدلی.
د جرمني د حکومت ویاند سټیفن کورنلیوس په یوې اعلامیې کې وویل چې د جرمني، فرانسې او بریتانیا مشرانو د جمعې په ورځ د اوکراین له ولسمشر سره په تیلیفوني خبرو کې د متحدو ایالتونو د دغو هڅو ملا وتړله.
فورم \ دبحث خونه