د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د امریکايي شرکت ټویټر د مجازاتو موده غځوي 


روسیه ټولنیزې رسنۍ تورنوي چې منع کړل شوي مواد نه ړنګوي
روسیه ټولنیزې رسنۍ تورنوي چې منع کړل شوي مواد نه ړنګوي

په روسیې کې چارواکو نن دوشنبه اپریل ۵ (وري۱۶) وویل چې د ټویټر د ورو کولو مجازاتو موده د مۍ تر ۱۵ پورې غځوي.

روسي چارواکي وایي چې د ټولنیزو رسنیو دا امریکايي شرکت په روسیه کې د ممنوع کړل شویو موادو ړنګول او ختمول چټک کړي دي.

روسیه د خپل ګاونډي چین په پرتله انټرنټ زیات کنترولوي. مسکو له هغه وروسته په ټویټر، فیسبوک اوځینو نورو شبکو عریضه وکړه چې هلته د حکومت د یو منتقد الیکسي ناوالني پلویانو د هغه د نیول کېدو په ضد مظاهرې وکړې او خبرې او ویناوې یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

روسیې د دغو موادو لرې کول او د خپرېدو مخه نیول غواړي.

روسیې له مارچ راهېسې د ټویټر سرعت کم کړی دی. د روسیې د مخابراتو د څار مشر راسکمنادزور وویل چې د ټویټر شبکې د اپریل په لومړۍ نېټه له روسي چارواکو سره خبرې کړې او پرېکړه شوې ده چې ټویټر ته به ډېر وخت ورکړل شي چې داسې مواد پیدا او ژر یې ړنګ کړي.

ټویټر هم تائید کړی چې له روسي چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

مسکو ټویټر او ځینې نورې ټولنیزې شکبې تورنې کړې دي چې هغه پاروونکې مواد نه ړنګوي چې د روسي چارواکو په خبره په ناقانونه توګه ماشومان هڅوي چې د کرملین ضد مظاهرو کې برخه واخلي.

ښاغلي راسکمنادزور وویل چې له ټویټر څخه یې غوښتي چې د ماشومانو لوڅ فلمونه (پورنوګرافي)، د نشه يي موادو د ناسم استعمال اړوند معلومات او هغه ویناوې او خبرې چې ځوانان ځانوژنې ته هڅوي، ړنګ کړي.

ټویټر وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دغې شبکې له لارې ناقانونه فعالیت وکړي. وايي د ماشومانو د لوڅو فلمونو په اړه په تګلاره کې یې هېڅ زغم نشته او همدغه راز ځان وژل او ځان ژوبلول هم منع کوي.

کله چې روسیي اعلان وکړ چې په ټویټر کې ترافیک کموي، ټویټر په دغه هېواد کې د بیان د ازادۍ په اړه اندېښنه وښوده.

XS
SM
MD
LG