د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ وروسته د داعش جنګیالیو شمیر درې ځلې زیات شوی


ارشیف: تیر رژیم ته تسلیم شوي داعش وسله وال
ارشیف: تیر رژیم ته تسلیم شوي داعش وسله وال

د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د شمیر په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې په تیرو یوولس میاشتو کې د دغې ډلې د وسله والو شمیر د تیر پرتله درې ځلې زیات شوی دی.

د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس د راپور له مخې افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۸ ( زمري ۶) مسکو کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو په وخت افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو شمیر دوه زره تنو ته رسیده، خو اوس په دغه هیواد کې د هغوی شمیر شپږ زرو تنو ته لوړ شوی.

د تاس خبري اژانس ویلي چې ضمیر کابلوف د داعش د وسله والو د شمیر په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او دا یې د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول د روسیې، چین، پاکستان او ایران ترڅنګ پخپله کابل ته هم یو جدي ګواښ بللی دی.

شاوخوا یوولس میاشتې وړاندې پر افغانستان باندې د طالبانو د واک د ټینګیدو وروسته د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په دغه هیواد کې یو شمیر خونړي بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی. داعش په وروستیو اونیو کې د افغانستان له سرحدي خاورې پر ازبکستان او تاجکستان کې د توغندیو د بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په پنځم ( چنګاښ۱۴) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغه هیواد په سرحدي ښار ترمز باندې د افغانستان له خاورې پنځه توغندي ویشتل شوي چې مالي زیان پرته په کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د اسلامي دولت د وسله والو د ګواښ په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې په روانه اونۍ کې په تاشکند کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کې د داعش د وسله والو له خوا د منځنۍ اسیا په هیوادونو د توغندیو بریدونه یو د امنیتي بحثونو څخه و.

که څه هم د طالبانو حکومت د ضمیر کابلوف د داعش د حضور د پراخیدو په اړه تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند کنفرانس برخه والو ته د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا د داعش د فعالیتونو د ځپلو په اړه وویل چې هغوی چې دا بریدونه یې کړي و، د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ځپل شوي دي.

ښاغلي متقي وویل: " مونږ په افغانستان کې ټول وضعیت په کنټرولولو توانیدلي یو. مونږ خوشاله یو هغو کسانو چې ازبکستان ته یې بد نیت درلود هغوی ته سزا ورکړو".

امیرخان متقي د دغه کنفرانس وروستۍ غونډې ته په وینا کې وویل، کله چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړ د بګرام او پلچرخي په زندانونو کې یو زر او ۸۰۰ د داعش بندیان وو، چې هغوی له دغو زندانونو خوشې شو او په تیرو یوولس میاشتو کې طالبانو امنیتي ځواکونو ددغو خوشې شوو داعشیانو په مهارولو بوخت و.

ښاغلي متقي په خپله وینا کې د افغانستان پخوانی رژیم او په دغه هیواد کې میشت بهرني ځواکونه د اسلامي دولت یاداعش په ملاتړ تورن کړل او ویې ویل چې څو کاله وړاندې چې کله طالبانو په جوزجان کې د داعش وسله وال محاصره کړل پخواني رژیم او بهرنیو ځواکونو هغوی په هلیکوپترو کې له جوزجان څخه کابل ته انتقال کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند د نړیوال کنفرانس برخه والو ته په ټینګار وویل چې هیچا ته به ددې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

هغه وویل د افغانستان څخه هیڅ کوم هیواد ته ګواښ متوجه نه دی.

XS
SM
MD
LG