د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وایي طالبانو سره ګډ دښمن لري


په کابل کې د روسیې سفیر وایي روسیه په افغانستان کې کومه پټه اجندا نه لري.
په کابل کې د روسیې سفیر وایي روسیه په افغانستان کې کومه پټه اجندا نه لري.

په افغانستان کې د روسیې سفیر دا خبره رد کړه چې گواکې روسیه د طالبانو سره د داعش په وړاندې په جگړه کې مستقیمه مرسته کوي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر منتیتسکي د اپریل په ٢٥ د دوشنبې په ورځ دا خبره رد کړه چې مسکو د طالبانو سره د داعش په مقابل کې په جگړه کې مرسته کړې ده.

په کابل کې د روسیې سفیر د افغان رسنیو هغه رپوټونه "بې بنسټه" وگڼله چې گواکې مسکو په فعاله توگه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

ښاغلي منتیتسکي وویل "د داعش پر وړاندې د جگړې په اړوند د طالبانو له غورځنگ سره زمونږ علایق په حقیقت کې یو شان دي. که څه هم چې د روسیې او طالبانو ترمنځ هیڅ ډول معلومات نه دي تبادله شوي."

د روسیې سفیر وویل " د طالبانو سره زمونږ تماسونه ددې لپاره دي چې طالبان د خبرو میز ته راوبلي او ور څخه وغوښتل شي چې د افغانستان د مقاماتو پر وړاندې پوځي عملیات بند کړي."

هغه وایي چې روسیه په افغانستان کې کومه پټه اجندا نه لري. د هغه په وینا مسکو د افغانستان د شمالي ولایتونو په اړه، چې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو سره گډې پولې لري، امنیتي اندیښنې لري.

هغه زیاته کړه چې "د منځنۍ آسیا په هیوادونو تاجکستان، اوزبیکستان او قرغزستان کې د بی ثباتۍ له وجې کیدای شي د مهاجرو سیلاب روسیې ته مخه کړي."

د هغه په وینا روسیې د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان له حکومت سره چې لویدیځ یې ملاتړ کوي لس زره کلاشینکوف او په میلیونونو مرمۍ ورکړې او د افغانستان سره یې استخباراتي هماري پراخه کړې ده.

همداشان روسیه د افغانستان سره د هلیکوپترو په دوو سترو معاملو خبرې کوي چې یوه یې د دوو روسي هلیکوپترو د رغونې مسله ده چې همدا اوس افغان ځواکونه ترې گټه اخلي او بله یې د دریو نویو Mi-35هیلکوپترو د اخیستلو معامله ده. خو هغه وایي چې د افغانستان حکومت لا تر اوسه په دې اړه وروستۍ خبره نه ده کړې.

د ناتو ځواکونو سره د پخوانۍ موافقې له مخې روسیې افغانستان ته د دریشپته Mi-17پوځي هلیکوپترو د ورکړې فیصله کړې وه، خو ددغو الوتکو ورکړه د اوکراین د جگړې په وجه د ناتو سره د موافقې د پای ته رسیدو له امله د ٢٠١۴ کال په اکتبر کې وځنډول شوه.

د روسیې سفیر وایي اټکل شوی چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر به په راتلونکې اونۍ کې په مسکو کې په یو امنیتي کنفرانس کې گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG