د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې ۶۰ ښارونو کې د الکسي ناوالني د پلویانو مظاهرې 


د پيترزبرګ په ښار کې شوې مظاهره
د پيترزبرګ په ښار کې شوې مظاهره

د نیول شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالني پلویانو نن شنبه جنوري ۲۳ (سلواغه ۴)‌ د روسیې په ۶۰بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې او له کرملین څخه یې د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

مظاهره کوونکو د اعتراض نه کولو په اړه د پولیسو خبرداري او خنډونه له پامه وغورځول او سړکونو ته راووتل.

دا مظاهرې په لېري ختیځ، سایبیریا، ولاديوسټاک، خاباروفسک، چیټا او نورو ښارونو کې وشوې. د خباروفسک په ښار کې چې له چین سره سرحد لري، د ناوالني پلویانو له پولیسو سره نښته هم کړې، پولیسو هڅه کوله چې د دغې مظاهرې مخه ونیسي.

په مسکو او د روسیې په ځینو نورو ښارونو کې وار د مخه د دغه مخالف سیاستوال پلویان نیول شوي‌دي.

پولیسو د هغه پلویانو ته خبرداری ورکړی و چې مظاهرې ونکړي او خپلواکو ژورنالستانو ته یې هم ویلي‌ چې د دغو مظاهرو په اړه راپورونه خپاره نکړي.

په پوهنتونونو کې محصلینو ته ویل شوي دي چې د ناوالني‌ په پلوي مظاهرو کې برخه وانخلي او که کوم محصل برخه واخیسته قانوني ‌چلند به ورسره وشي ‌او یا له پوهنتون څخه به وویستل شي.

الکسي ناوالني څه موده مخکې له جرمني څخه روسیې ته راستون شو او له رسېدو سره سم په مسکو کې ونیول شو. هغه په روسیه کې له مسموم کیدو وروسته تیر کال جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شوی و او د برلین ښار په یو رړغتون کې بستر شوی و.

ښاغلي ناوالني‌ د روسیې په ولسمشر ویلاديمیرپوتین تور لګولی چې د روسیې استخباراتو ته یې لارښوونه کړې وه چې هغه مسموم کړي، خو کرملین دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو او د لویدیځ ځینو هېوادونو وار د مخه د دغه مخالف سیاستوال نیول غندلي او د سملاسي پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG