د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د هغوي د حکومتدارۍ اصول ګورو


د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي ټاکل شوې په کابل کې د روسیې سفیر سبا سه شنبې د طالبانو سره وګوري.

ښاغلي کابلوف نن دوشنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵) په یوې مرکې کې ویلي، " سفیر مو د طالبانو د مشرانو سره په اړیکه کې دی او سبا سه شنبه به د طالبانو د امنیتي چارو د همغږي کوونکي سره وګوري. "

ښاغلي کابلوف دا ندي ویلي چې د طالبانو د امنیتي برخې مسؤل څوک دی او دا یې ه ندي ویلي چې دا ملاقات به د کابل په کوم ځای کې کیږي خو زیاته کړې یې ده چې په کابل کې د روسیې سفیر دمیترې زیرنوف به د طالبانو سره په خبرو کې پدې تمرکز وکړي چې دا ډله د روسیې د سفارت لپاره څه ډول امنیتي تدابیر په پلان کې لري.

ضمیر کابلوف همدارنګه ویلي چې مسکو به د طالبانو په رسمیت پیژندلو پریکړه وروسته تر هغه وکړي چې وګوري دا ډله صلاحیتونه څه ډول پلي کوي.

هغه ویلي، "مونږ به په احتیاط وګورو چې هغوي په راتلونکې کې هیواد څه ډول ادراه کوي. او همدې نتیجو ته په کتو به لازمه پریکړه وکړي. "

وروسته تر هغه چې طالبانو د یکشنبې په ورځ د جګړې پرته د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله، ګڼ شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه یا وتړل او یا یې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ولیږدول خو روسیه وایي چې د سفارت د تړلو یا لیږدلو نیت نلري.

روسیي پدې تیرو څو کالونو کې کوښښ کړی چې ځان طالبانو ته ورنږدې کاندي او څو ځلې یې د دې ډلې د استازو کوربه توب هم کړی.

روسیه اندیښنه لري چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ لمن د مرکزي آسیا هیوادونه ونه غځیږي ځکه چې روسیه پدې هیوادونو کې نظامي اډې لري.

روسیې پدې هیوادونو کې د چمتوالي لپاره ګډ نظامي تمرینات هم کړي او پخپلو نظامي اډو کې یې اضافي نظامي وسایل او پرسونل ډیر کړي.



XS
SM
MD
LG