د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: روسیې او اوکراین د غله جاتو د صادراتو په بیا پيل کېدو توافق کړی


اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو دانو لوی صادروونکي هېوادونه بلل کېږي
اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو دانو لوی صادروونکي هېوادونه بلل کېږي

ترکیې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۱ (چنګاښ۳۰) اعلان وکړ چې روسیې،‌ اوکراین او د ملګرو ملتونو عمومي‌ منشي انتوني‌ ګوتېرش به د غلو-دانو د بیا صادرولو په اړه تړون لاسلیک کوي.

دا صادارت په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله بند شوي‌ وو.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر ویلي‌ دي چې دخیلو غاړو تېره اوونۍ په استانبول کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرو کې په دې اړه توافق کړی دی. ټاکل شوې دا تړون نن جمعه په انقره کې لاسلیک شي خو په اړه یې ډېر جزیات ورکړل شوي‌ نه دي.

تر دغو مذاکراتو مخکې په مسئلې باندې پوه دپلوماتانو ویلي‌ وو چې د تړون په اساس به د اوکراین جنګي بېړۍ په غلو-دانو بارې بېړۍ بدرکه کوي، د صادراتو په مهال به د روسیې بېړۍ اوربند کوي او ترکیه به د روسیې د اندېښنو لېرې کېدو لپاره د ملګرو ملتونو په ملاتړ د اوکراین بېړۍ پلټي چې وسلې انتقال نکړي.

ترکیې او ملګرو ملتونو له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې له اوکراین څخه د تورې بحیرې له لارې د غله جاتو او سرو (تخمونو) د صادراتو د بیا پیلولو د مذاکراتو کوربتوب کاوه.

د رویټرز خبري‌ اژانس د ترکیې د کرنې وزارت د مرستیال تاراس ویسوتسکي له خولې لیکلي ‌دي: «د اودېسه د بندرونو [اودیسه درې بندرونه لري] اکثر تاسیسات روغ پاتې دي،‌ بنآ د مناسبو امنیتي ضمانتونو په پایله کې به دا [بهیر] یوازې څو اوونۍ نیسي.»

اوکراین په نړۍ کې د غنمو، وږو (جوارو) او افتاب پرست غوړیو لوی صادروونکی هېواد بلل کېږي، خو په اوکراین باندې د روسیې د یرغل او د بندرونو محاصره کولو سره له اوکراین څخه د دغو موادو صادرات بند شول. ملګري ملتونه وايي چې دې کار په نړۍ کې د خوراکي موادو په قیمتونو اغیز کړی دی.

روسیه او اوکراین په کډه د نړۍ د غله جاتو ۳۰ سلنه تولیدوي. تر جګړې مخکې اوکراین هره میاشت ۴.۵ میلیون ټن محصولات لرل چې د نړۍ ۱۲ په سلو کې غنم هم په کې شامل وو.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پيل کړ چې د نورو مسائيلو تر څنګ،‌ ملګري‌ ملتونه وايي‌ چې څه باندې ۵۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي‌ او څه باندې شپږ میلیون نور بیځایه شوي او کډوال شوي‌ دي.

امریکا او لویدیځ د روسیې یرغل غندلی دی او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پيل کړي‌دي.

XS
SM
MD
LG