د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه د غله جاتو د تجارت ښه کېدو لپاره په روسیې باندې بندیزونه نرموي


په مسکو کې د یو بانک څانګه
په مسکو کې د یو بانک څانګه

په یو نوي سند کې، چې نن سه شنبه جولاۍ ۱۹ (چنګاښ ۲۸) ښکاره شوی، ښودل کېږي چې اروپايي ټولنه چمتوالی نیسي ‌چې په روسیې باندې د لګول شویو کلکو بندیزونو په منځ کې یو استثنايي حالت رامنځ ته کړي.

د سند په اساس دغه ټولنه به وړاندیز وکړي‌ چې د غله جاتو او تخمونو د سوداګرۍ او تجارت د لا غوړېدو لپاره د روسیې د بانکونو هغه ګنګل شوې شتمنۍ ازادې کړې، چې له دغه تجارت سره رابطه لري.

د اروپايی ټولنې یو مقام، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي،‌ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې غړي هېوادونه غواړي‌ ‌«دا ښه روښانه کړي‌ چې په بندیزونو کې داسې کوم څه نشته چې د روسیې او اوکراین څخه د غله جاتو د انتقال بهیر ورو » کړي.

د اروپايي ټولنې ټول غړي‌ هېوادونه باید د رایو په اکثریت سره دا وړاندیز ومني چې عملي شي.‌ دا استثنايي‌ حالت به هغو روسي بانکونو لپاره وي‌ چې وار دمخه د اروپايي ټولنې په تور لست کې شامل دي.‌

د مسودې په اساس «دا پېسې او یا اقتصادي سرچېنې» به هغه وخت پرېښودل کېږي چې «د غنمو او تخمونو په ګډون د زراعتي‌ او‌ غذايي تولیداتو د ایستلو لپاره» ورته ضرورت وي.

په همدې حال کې بروکسل د مسکو هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګنې د اروپايي ټولنې بندیزونه د غذايي ‌موادو د بحران لامل کېږي- نه په اوکراین د روسیې یرغل.

روسیې په اوکراین باندې د فبرورۍ په ۲۴ نېټه یرغل پيل کړ چې له کبله یې اروپايي ټولنې په مسکو کلک بندیزونه لګولي‌ او ورسره د دغو هېوادونو څخه د غله جاتو انتقال هم بند او ټکنی شوی دی.

په همدې حال کې د پېسو نړیوال وجهي صندوق خبرداری ورکړی که د نړۍ هېوادونه خپل ذخایر خوندي‌ او احتکار کړي، د روسیې د ګازو د انتقال بندیز به په ختیځې اروپا او ایټالیا کې جدي‌ بحران وزېږوي.

د رویټرز خبري اژانس د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې نړیوال وجهي صندوق وړاندوینه کړې که طبیعي اوبلن ګاز شریک نکړل شي او قیمتونه کم نکړل شي، د اروپا د اکمالولو لپاره به د روسیې هر ډول اقدام په راتلونکي کال کې د چیک په جمهوریت، هنګري،‌ سلواکیا او ایټالیا کې څه باندې پنځه فیصده اقتصادي‌ انقباض رامنځ ‌ته کړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې د روسیې د «ګازپروم» شرکت په اروپا کې خپلو پیرودونکو ته ویلي دي‌ چې د فوق العاده وضعیت له کبله د ګازو د انتقال ضمانت نشي ورکولای او داسې اندېښنې شته چې مسکو به د پنجشنبې په ورځ د «نورډ سټریم۱» پایپلاین، چې اروپا ته هم ګاز انتقالوي،‌ بیا چالان نکړي.

XS
SM
MD
LG