د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین سره جګړې لپاره د جبري عسکرۍ بهیر پیل کړ


د روسیې او اوکراین جګړه
د روسیې او اوکراین جګړه

په مسکو کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (وږې۳۱) د اوکراین سره د جګړې لپاره د جبري عسکرۍ بهیر پیل کړ.

روسي چارواکي وايي چې زرګونه روسان په رضاکاره ډول دغه عسکري خدمت ته چمتو شوي دي. خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی چې په روسیې کې زرګونو کسانو ته د عسکري خدمت جلبونه استول شوي چې یو شمېر یې پوځي زده کړو ته معرفي شوي دي.

د دغه راپور په اساس د روسیې په لېرو پرتو سیمو کې میندو او میرمنو د خپلو نارینوو سره د مخه ښې په وخت کې اوښکې تویولې. واشنګټن پوست وايي په ځینو برخو کې ښوونکو ته هم د عسکري خدمت جلبونه استول شوي دي.

د روسیې پوځ وايي د عسکري خدمت له اعلان وروسته په ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۱۰زره کسان خدمت ته اماده شوي، خو راپورونه وايي ځینې نور له روسیې څخه وتلي چې دې جګړې ته وانه استول شي.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین تېره ورځ د روسیې د احتیاط ځواکونو د متحرک کولو فرمان خپور کړ. ښاغلي پوتین له هغه وروسته دا فرمان صادر کړ چې د اوکراین ځواکونو د خارکیف په سیمه کې له روسانو څخه ځینې نیول شوې سیمې بېرته ونیولې.

یو روسي دیمتیر، چې ارمنستان ته تللی دی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې نغواړي د اوکراین جګړې ته ولاړ شي او په خبره یې په دغې بې مانا جګړې کې مړ شي. هغه دا جګړه «ورور وژنه» بللې ده.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له روسانو څخه غوښتي دي چې په دې اړه د پوتین د فرمان په ضد ودرېږي.

نوموړي روسانو ته په خطاب کې وویل: «مظاهرې وکړئ. مبارزه وکړئ. وتښتئ او یا د اوکراین پوځ ته ځانونه وسپارئ. تاسو له اوله د اوکراینانو د وژلو او شکنجې په ټولو جنایتونو کې دخیل یاست.»

اخوا راپورونه وايي چې په روسیې کې د احتیاطي ځواکونو د جلب د فرمان له اعلان وروسته مظاهرې هم شوې دي. د راپورونو په اساس په دغې مظاهرې کې ۱۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. سیمه ایز پوځي کمیساران د جبري عسکري بهیر اداره کوي او د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په دغو مرکزونو کې ۲۵ میلیون واجد شرایط خلک ثبت دي.

XS
SM
MD
LG