د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: روسیه په بې شرمۍ سره نړیوال نظم نقض کوي


ولسمشر بایډن د ملګرو ملتونو اوه اویایمې سرمشریزې ته وینا کوي 
ولسمشر بایډن د ملګرو ملتونو اوه اویایمې سرمشریزې ته وینا کوي 

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږي ۳۰) د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډې کې وویل،پر اوکراین برید کولو سره، روسیې په "بې شرمئ" نړیوال نظم نقض کړی دی.

هغه زیاته کړه چې مسکو د ملګرو ملتونو د منشور له اساسي اصولو څخه سرغړونه کړېده.

د ولسمشر بایډن له وینا څو ساعته مخکې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل هیواد د احتیاط ځواکونو د یوې برخې د سمبالولو فرمان صادر کړ.

هغه وویل:" فکر کوم زموږ د ملت او د تازه آزادو شویو سیمو د خلکو د خوندیتوب لپاره ضروري ده چې په هیواد کې د احتیاطي ځواکونو د یوې برخې د سمبالولو په اړه د دفاع وزارت او د ستر درستیز د وړاندیز ملاتړ وکړم."

غربي قدرتونه په دې باور دي چې له احتیاط ځواکونو څخه استفاده د روسیې مجبوریت ښکاره کوي.

د امریکا ولسمشر پر مسکو شدید انتقاد وکړ او ویې ویل:" باید ښکاره وغږیږو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه دایمي غړي پر خپل ګاونډي برید وکړ— هڅه یې کړېده چې یو خپلواک هیواد په نقشه کې له منځه یوسي."

ددې تر څنګ ښاغلي بایډن، د امنیت شورا له پراختیا څخه هم ملاتړ وکړ، هغه طرحه چې د لسیزو راهیسې پرې بحث کیږي او امریکا له دې مخکې لیوالتیا ورته نه وه ښودلې.

بایډن وویل چې متحده ایالات په امنیت شورا کې د افریقا او لاتینې امریکا له دایمې څوکیو څخه ملاتړ کوي. امریکا له دې مخکې د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه د جاپان او هند له منل کیدو هم ملاتړ کړی وو.

د امریکا ولسمشر همدارنګه ژمنه وکړه چې واشنګتن به خپل د ویتو حق له فوق العاده او نادر وضعیت پرته ونه کاروي څو دا شورا با اعتباره او اغیزناکه پاتې شي.

روسیې په وروستیو کلونو کې څو ځله خپل د ویتو حق کارولی دی.

بلخوا د اوکراین ولسمشر له وړاندې په یو ثبت شوي پیغام کې د ملګرو ملتونو له سرمشریزې وغوښتل چې د روسیې د ویتو حق لغوه کړي.

هغه وویل روسیې پر اوکراین په برید سره جنایت کړی او باید مجازات شي.

د روان میلادي کال د فبروري په ۲۴ نیته پر اوکراین د روسیې په برید کې تر اوسه په زرګونه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي او میلیونونه نور له خپلو کورونو بیځایه شوي او یا هم نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

XS
SM
MD
LG