د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ایران په هکله د امنیت شورا د عاجلې غونډې غوښتنه وکړه


د روسیې جهور رئیس ولادمیر پوتین د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دایمي غړیو نه غوښتي چې د خلیج په سیمه کې د جنجالونو د کمیدو په خاطر دې عاجله غونډه وکړي.

ښاغلي پوتین نن د جمعې په ورځ، اګست ۱۴ (زمري ۲۴) ویلي چې په غونډې کې دې چین، فرانسه، روسیه، برتانیه، امریکا، جرمني او ایران د ویډیو د لارې غوډه دایره کړي.

د کرملین په اعلامیه کې ویل شوي چې دا یوه " فوري" موضوع ده.

په اعلامیې کې د ښاغلي پوتین د قوله ویل شوي چې "د مسکو په ملګري هیواد، ایران بې بنسټه تورونه لګول کیږي. "

جمهور رئیس پوتین ویلي د غونډې هدف دا دی چې پداسې لارو چارو کار وشي چې د کړکیچ مخه ونیول شي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یې هم جنجالونه پیدا کړي.

د ایران پر سر د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا جنجالونو وروسته تر هغه زور واخیست کله چې د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ایران سره د اتومي موافقې نه ووت او په ایران یې یو ځل بیا اقتصادي بندیزونه وضع کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره اونۍ ویلي و چې د امنیت شورا ته یو پریکړه لیک سپاري چې له مخې یې په ایران د وسلو د نه پلورلو د بندیز موده تمدید شي خو چین او روسیې د امریکا د دې وړاندیز سره مخالفت ښودلی.

چین او روسیه د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړیو څخه دي او د پریکړه لیکونو د رد کولو یا ویټو حق لري.

ایران هم ډاډ ښودلی چې روسیه او چین به یې ملاتړ وکړي او د امنیت په شورا کې به د وسلو د بندیز پریکړه لیک رد کړي.

XS
SM
MD
LG