د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د امریکاغږ، رادیو ازادي او بي بي سي په ګډون د څو رسنیو فعالیت بند کړ


روسیې د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) اعلان وکړ چې د امریکاغږ او بي بي سي په ګډون د څو خبري سازمانونو ویبپاڼو ته لاسرسی یې د هغه څه په دلیل بند کړی چې روسیې د اوکراین د جګړې په اړه د ناسمو اطلاعاتو خپرول بللي دي.

په روسیه کې د رسنیو د څار ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکاغږ، بي بي سي، د ازادې اروپا/ رادیو ازادي، دویچه ویلې او یو شمیر نورو رسنیو ویبپاڼې یې تړلي دي.

روسیې په وار وار ادعا کړې چې لویدیځې رسنۍ نړۍ ته نیمګړی او اکثر د روسیې ضد نظر وړاندې کوي او په وینا یې په عین حال کې دغه رسنۍ ندي توانیدلي خپل مشران د عراق په څیر د ویجاړونکو بهرنیو جګړو او فساد په دلیل ځواب ویلو ته اړ کړي.

د روسیې د رسنیو د څار ادارې په یو بیان کې وویل: "د بهرنیانو پورې تړلو اطلاعاتي منابعو ته لاسرسی محدود شوی دی. "

روسي مقاماتو ددغه اقدام دلیل د بهرنیو خبري سازمانونو له لورې په قصدي او سیستماتیکه توګه د ناسمو خبرونو خپرول اعلان کړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د روسیې حکومت د چهارشنبې په ورځ کب ۱۱ د امریکاغږ د روسي ژبې ویبپاڼې ته خبرداری ورکړی و چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پورې د مربوطو خبرونو د نه اصلاح کولو په صورت کې به دغه ویبپاڼه وتړي.

د امریکاغږ سرپرستې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسیې د دولت له لورې د امریکاغږ د روسي ویبپاڼې تړل وغندل او اعلان یې وکړ چې د امریکاغږ او نورو خپلواکو رسنیو د تړلو په اړه د روسیې د حکومت د رسنیو د څارنې د ادارې وروستی ګواښ "هلته زمونږ زیات شمیر مختطبانو ته په یو واقعیت بدل شوی دی. "

یولاندا لوپز پدې بیان کې ویلي: "په روسیه کې زمونږ لیدونکي او اوریدونکي پدې حساس وخت کې ددې مستحق دي چې نه یواځې په اوکراین کې د روانې جګړې په هکله بلکې د هغوی په ژوند د اغیز لرونکو نړیوالو پیښو په اړه زمونږ سم او واقعي خبرونو لاسرسی ولري.

خو د امریکا غږ د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان کړی و چې د روسیې د دولت فشارونو ته به تسلیم نشي.

بي بي سي هم ویلي چې د روسیې له لورې لګیدلي محدودیتونه به د دوی د کار د مخنیوي سبب نشي.

د بي بي سي په بیان کې راغلي: "خپلواکو او دقیقو اطلاعاتو ته لاسرسی یو اساسي بشري حق دی چې باید د میلیونونو روسانو څخه وانه خسیتل شي چې هره اونۍ د بي بي سي خبرونو باندې تکیه کوي".

په دې ترڅ کې نن د روسیې د سنا مجلس د رایو په اتفاق یوه لایحه منظور کړه چې له مخې یې ددې هیواد د پوځ په اړه د ناسمو خبرونو خپرول جرم ګڼل کیږي او کیدای شي چې سرغړونکو ته د ۱۵ کاله بند سزا سبب شي.

همداشان هغو کسانو ته چې د روسیې په ضد د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړي درندې جریمې او تر پنځو کالو بند سزا وضع شوې ده.

روسیې پدې وروستیو کې د روسیې د یو شمیر خپلواکو رسنیو خپرونې بندې کړي چې په کې د "اخوی مسکوی" رادیوي ستیشن، او د "دوژد" تلویزیوني شبکه شامل دي.

XS
SM
MD
LG