د لاس رسي وړ اتصالات

د قره باغ جګړه؛ روسیې د اذربایجان او ارمنستان څخه وغوښتل چې حوصله وکړي  


د قره باغ جګړه
د قره باغ جګړه

روسیې په ناګورنو قره باغ کې د تازه نښتې څخه وروسته له اذربایجان او ارمنستان څخه وغوښتل چې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه اګست څلورمه (زمری۱۳) په یوې اعلامیې کې وویل: «د شخړې په زیاتېدو سره اندېښنه څرګندوو او له دخیلو غاړو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او اوربند مراعت کړي.»

تر دې مخکې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په روسیې انتقاد کړی و. هغه د کابینې په رسمي غونډه کې ویلي وو: «د ارمنستان په ټولنې کې په قره باغ کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په اړه پوښتنې مطرح کېږي.»

نوموړي وویل د روسیې د سوله ساتو ځواکونو له موجودیت سره سره د قره باغ اوسېدونکي «د اوربند له کبله له دوامداره او پراخ تاوتریخوالي» سره مخامخ دي او «دوامداره فزیکي او رواني وېره او ترهه» ګالي. هغه وویل چې په قره باغ کې دې د روسیې د سوله ساتي ماموریت نقش تعریف شي.

په قره باغ کې د ۲۰۲۰ له جګړې وروسته، چې شاوخوا ۶۵۰۰ کسان په کې ووژل شول، د روسیې په منځګړتوب اوربند وشو او پرېکړه وشوه چې هلته به د روسیې ۲۰۰۰ عسکر دېره کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې سوله ساتي ځواکونه یې تر خپلې وسې هلې ځلې کوي چې په سیمه کې وضیعت ارام کړي.

اذربایجیان او ارمنستان یو بل د اوربند څخه په سرغړونې تورنوي.

تېره ورځ د اذربایجان د دفاع وزارت وویل چې په قره باغ کې مېشتو ځواکونو د اذربایجان د ځواکونو په مورچلونو ډزې کړي او لږ تر لږه یو سرتېری یې وژلی دی.

څه موده مخکې د دواړو خواو ترمنځ له اوربند وروسته، د روسیې سوله ساتي ځواکونه په سیمه کې دیره شي.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې د اذربایجان د «پاروونکو اقداماتو» د درولو په برخه کې مرسته وکړي.

ارمنستان او اذربایجان د یو بل پخواني غلیمان دي. دوی په ۲۰۲۰ او ۱۹۹۰مه لسیزه کې د قره باغ په سر د مالکیت د ادعا له کبله په خپلو کې جګړې وکړې.

XS
SM
MD
LG