د لاس رسي وړ اتصالات

په ناګورنو قره باغ کې تازه نښتې کې درې کسان وژل شوي


ارمنستان او اذربایجان د قره باغ د مالکیت دعوه لري
ارمنستان او اذربایجان د قره باغ د مالکیت دعوه لري

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د ناګورنو قره باغ په سیمه کې یو ځل بیا نښته شوې ده او درې تنه وژل شوي دي. دواړه خواوې یو بل د جګړې په پيلولو ملامتوي.

د اذربایجان د دفاع وزارت نن چهارشنبه اګست درېیمه (زمری دولسمه) وویل چې په قره باغ کې مېشتو ځواکونو د اذربایجان ځواکونو په مورچلونو ډزې کړې او لږ تر لږه یو سرتېری وژل شوی دی.

څه موده مخکې د دواړو خواو ترمنځ له اوربندې وروسته، د روسیې سوله ساتي ځواکونه په سیمه کې دیره کړل شول.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي دي چې دې «خونړۍ پېښې» وښوده چې ارمنستان د سولې تړون ته درناوی نکوي.

په اعلامیې کې راغلي دي: «د دغې پېښې ټول مسئولیت د ارمنستان د پوځي او سیاسي مشرانو، چې تر دې دمه یې له سیمې څخه خپل غیر قانوني تشکیلات نه دي لېرې کړي، په غاړه دی.»

په همدې حال کې په قره باغ کې دېره ځواکونو ویلي دي چې اوس حالت بېرته عادي شوی دی. د دوی په اعلامیې کې راغلي دي: «د روسیې د سوله ساتي ځواکونو سره یو ځای د وضعیت د ثابت ساتلو لپاره یو لړ تدابیر نیول شوي دي.»

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې په د اذربایجان د «پاروونکو اقداماتو» د درولو په برخه کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې په دواړو خواو غږ کړی دی چې دا شخړه ژر تر ژره بنده کړي. د اروپايي ټولنې په اعلامیې کې راغلي دي: «د شخړې کمول، اوربند ته متقابل درناوی او د مذکراتو میز ته ګرځېدل ضروري دي چې د تفاهم له لارې د حل لاره وموندل شي.»

ارمنستان او اذربایجان د یو بل پخواني غلیمان دي. دوی په ۲۰۲۰ او نویمو لسیزو کې د قره باغ په سر د مالکیت د ادعا له کبله په خپلو جګړې وکړې.

په وروستۍ جګړې کې، چې دوې اوونۍ روانه وه، شاوخوا ۶۵۰۰ کسان ووژل شول.

بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې تړون وشو او روسیې خپل ۲۰۰۰ سوله ساتي ځواکونه هلته دیره کړل.

XS
SM
MD
LG