د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې له اوکراین سره په سرحد کې څلور کلي نیولي


د اوکراین مقامات وايي چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې ۱۲ تنه وژل شوي
د اوکراین مقامات وايي چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې ۱۲ تنه وژل شوي

په اوکراین کې مقامات وایي چې د روسیې ځواکونو د اوکراین په شمال-ختیځ کې د سومي په سیمه کې څلور کلي نیولي دي، دا سیمه د روسیې کورسک سره په سرحد کې ده.

د اوکراین ځواکونو تېرکال د سومي سیمه نیولې وه او د یو مرکز په توګه یې ترې کار اخیسته.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل پوځ غږ کړی چې په سرحدي سیمو کې یو حایل یا د حایل سیمه جوړ کړي.

په همدې حال کې، په اوکراین باندې د روسیې هوايي بریدونه کم شوي، اوکرایني چارواکي وایي چې د روسیې د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۲ تنه وژل شوي د. کیف وايي چې دا بریدونه د د ۲۰۲۲ کال د فبروۍ په میاشت کې په اوکراین د روسیې له یرغل را وروسته تر ټولو ستر وو.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ماښام مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمه) په خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروټ کې ولیکل چې «هغه مطلق لیونی شوی» او« بې ضرورته ډېر خلک وژني.» زه یوازې سرتېري نه یادوم. هېڅ بې هېڅه او له کوم دلیل پرته د اوکراین په ښارونو باندې د میزایلو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کېږي.»

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې په روسیې باندې د نورو بندیزونو لګول تر غور لاندې دي.

روسیې د پوتین په اړه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه ویلي دي چې دا «له حده زیات د عاطفي» فشار نتیجه ده. د کرملین ویاند دمتري پسکوف وویل: «دا ډېره حساسه مرحله ده چې په مطلق ډول او د هر چا له عاطفې او احساساتي غبرګون سره مله» ده.

د مۍ په ۱۶ نېټه د روسیې او اوکراین چارواکو په ترکیې کې په تېرو دریو کلونو کې په لومړي ځل د سولې مخامخ خبرې وکړې او د سلګونو بندیانو په تبادلې یې موافقه وکړه. د بندیانو تبادله د جمعې په ورځ پیل شوه.

ولسمشر ټرمپ له پوتین او زیلنسکي سره تېره اونۍ جلا جلا تیلیفوني خبرې وکړي او ویې ویل چې هغوی به ژر د اوربند مذاکرات پیل کړي. خو لا د دغو مذاکراتو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې نه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG