د لاس رسي وړ اتصالات

د مرکزي آسیا هیوادونه: افغان کډوال نه منو


د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیت د تړون غړي هیوادونه وایي‌ چې افغان کډوال به ونه مني.

ددې سازمان غړي، د افغانستان شمالي ګاونډی تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او د پخواني شوروي اتحاد یو شمیر غړي هیوادونه دي.

د قزاقستان د جمهور رئیس قاسم جومرت تړکایف له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې جمهور رئیس د ډله ایز امنیت تړون د سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۶ (وږدې ۲۵) په تاجکستان کې جوړه شوه، وویل چې قزاقستان د افغان کډوالو او بهرنیو نظامي مراکزو د نه منلو په اړه د یاد سازمان له ګډ موقف څخه ملاتړ کوي.

له دې وړاندې ازبکستان هم ویلي وو چې افغان کډوالو ته به موقتي پناه ورکړي چې له هغه ځایه وکړای شي درېیم هیواد ته ولاړ شي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، لسګونه زره کسان د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه وتلي دي.

له دې وړاندې د جک جمهوري صدراعظم انډرې بابس د سپټمبر په اومه ویلي وو چې افغان کډوال په اروپايي ټولنه کې ځای نلري او په عوض کې اروپايي ټولنه باید له هغوی سره مرسته وکړي چې په خپل هیواد کې پاتې شي.

ښاغلي بابس له خپل اتریشي او سلواکي سیالانو سره تر ملاقات وروسته وویل: "واقعآ د هغوی "افغان کډوالو" لپاره په اروپا کې ځای نشته."

د اګست د میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زیات شمیر افغانان له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شول.

له هغه وخت تر اوسه پورې اروپايی ټولنې زرګونه افغان کډوال منلي دي ، خو اوس دا ټولنه اندیښمنه ده چې ممکن په میلیونونه افغانان اروپا او د ترکیې په شان ګاونډیو هیوادونو ته مخه وکړي او د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ کړکیچ چې د سوریې د جګړې له امله رامنځ ته شوی وو، تکرار شي.

د چک جمهوریت صدراعظم له ترکیې سره د اروپايي ټولنې پخواني توافق ته په اشارې سره وویل: "یوه لار داده چې د تیر په شان د ترکیې له جمهور رئیس اردوغان سره خبري‌ وکړو ، اما فکر نه کوم دا مناسب انتخاب وي."

امریکا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم، شاوخوا ی۱۲۴زره افغانان ددې هیواد په تاریخ کې د تخیلې په یوه ستر ماموریت کې وایستل.

XS
SM
MD
LG