د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د نړیوال وضعیت د ثبات لپاره د چین او روسیې روابط‌ مهم دي 


پوتین او وانګ يي
پوتین او وانګ يي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن چهارشنبه فبروري‌۲۲ (کب درېیمه) په مسکو کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي ‌سره په ملاقات کې وویل چې د «نړیوال وضعیت د ثبات لپاره» د مسکو او بیجنګ همکاري حیاتي‌ ده.

د فرانس پرس د راپور په اساس پوتین په دغه ملاقات کې ویلي: «په نړیواله کچه د چین او روسیې ترمنځ همکاري د نړیوال وضعیت د ثبات لپاره ډېره مهمه ده.»

چین، چې له روسیې سره نژدې روابط لري، هڅه کوي چې د اوکراین په جګړې کې ځان منځګړی وښيي او کوښښ‌ یې دا دی چې همدا اونۍ د اوکراین د جګړې په اړه خپل «سیاسي حل» او حل لاره هم وړاندې کړي.

مګر واشنګټن او ناټو اندېښنه لري ‌چې ممکن چین د اوکراین په ضد جګړې کې روسیې ته وسلې ورکړي.

د پوتین او وانګ يي د ملاقات په اړه یوه اعلامیه هم خپره شوې ده. د اعلامیې د ژباړل شوي متن له مخې وانګ يي په دغه ملاقات کې ویلي دي: «موږ اماده یو چې له روسي‌ اړخ سره خپله ستراتیژیکه ملګرتیا او ژوره همکاري لا قوي کړو.»‌

نوموړي ټېنګار کړی دی چې د مسکو او بیجنګ ترمنځ همکاري «د بل درېیم هېواد په ضد نه ده او فشار ته هم غاړې نه ږدي».

د چین د بهرنیو چارو وزیر له پوتین سره تر ملاقات مخکې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم کتلي. لاروف وویل: «په نړیواله کچه د ستونزو سره سره، موږ د نړیوال قانون او ملګرو ملتونو د مرکزي په اساس د یو بل د ګټو څخه د دفاع لپاره پیوستون او امادګي څرګندوو.»

وانګ يي اروپا ته په خپل دغه سفر کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمترو کولیبا سره هم لیدلي‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اروپا د ځینو هېوادونو مقاماتو اندېښنه وښوده چې چین به له روسیې سره پوځي مرسته کوي.

بلینکن وویل چې وانګ يي ته یې په څرګندو ټکو کې واضح کړل چې دا کار باید عواقب ولري. خو وانګ يي وویل چې د جګړې په اړه نه بي تفاوته دي‌او نه هم لاس تر زنې ناست خو ټېنګار یې وکړ چې هېواد به یې د سولې غوښتنه روانه ساتي.

XS
SM
MD
LG