د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د اوکراین د لوهانسک ښار ۹۷ سلنه برخه مو نیولې، اوکراین: مقاومت روان دی


روسیې د سه شنبې په ورځ جون اومه (غبرګولې ۱۷) ادعا وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې یې د لوهانسک ښار کابو ټولې برخې نیولي دي.

د اوکراین پر ختیځو برخو له څو اوونیو بریدونو وروسته، د روسیې دفاع وزیر سرګي شایګي وویل پوځيانو یې د لوهانسک ښار پر ۹۷ سلنه برخه کنټرول خپل کړی دی.

خو اوکرایني چارواکي وايي‌ د هغوی ځواکونه د سیویرودونڅک سیمې د مهم صنعتي ښار په سړکونو کې له روسي ځواکونو سره په سخته جګړه کې دي.

روسیي ځواکونه په داسې حال کې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې د پرمختګ ادعا کوي چې یادو ځواکونو د تیرو دریو میاشتو نظامي عملیاتو په ترځ کې ونکړای شول پلازمینه کیف ونیسي او یا هم د ولادمیر زیلنسکي واکمني نسکوره کړي.

زیلنسکي د دوشنبې په ورځ په یوې ویډیویي وینا کې وویل:" زموږ اتلان په سیویرودونتڅک کې له خپلو مرچلو دفاع کوي."

ددغه ښار ښاروال اولکساندر ستریک د سه شنبې په ورځ جون اومه په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل:"زموږ وسله والو ځواکونو خپلې مرچلې پیاوړې کړي او کرښه یې ساتلې ده."

د سیویرودونتځک ښار جګړه مسکو ته پر ټول لوهانسک ولایت د کنټرول د خپلولو لپاره مهمه ده. روسي ځواکونو یوه اوونۍ وړاندې د یاد ښار ۷۰ سلنه برخه نیولې وه خو اوکرایني ځواکونو وکړای شول چې روسي ځواکونه بیرته په شاه وتمبوي.

دواړه روسیه او اوکراین ادعا کوي چې مخالف لورو ته یې پراخه مرګژوله اوړلې ده.

د روسیې دفاع وزیر همدارنګه ویلي دي چې ځواکونو یې د پوپاسنا ښارګوټي په طرف هم پرمختګ کړی دی او په سیمه کې یې لیمن او سفیاتوهرسک ښارونو په ګډون ۱۵ نور ښارونه نیولي‌ دي.

دغه جګپوړي روسي نظامي چارواکي وویل چې په تیرو پنځو ورځو کې د ۱۲۶ پوځيانو په ګډون د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې ۶۴۸۹ اوکرایني ځواکونه اسیران شوي دي.

نړیوال بانک اوکراین سره ۱.۵ میلیارده ډالره اضافه مرسته منظور کړه

نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ جون اومه (غبرګولې ۱۷) له اوکراین سره ۱.۵ میلیارده ډالره اضافه مرسته اعلان وکړه. په دې مرستې سره له اوکراین سره د نړیوال بانک د مرستو کچه څلورو میلیاردو ډالرو ته لوړه شوه.

د نړیوال بانک چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې له دې نوې مالي مرستې څخه به د حکومتي او اجتماعي برخې د کارکوونکو د تنخاوو د ورکړې لپاره کار واخیستلای شي.

د یاد بانک رئیس ډیویډ مالپاس په بیانیه کې زیاته کړې:" نړیوال بانک د روانې جګړې پرمهال له اوکراین او د هغه هیواد له خلکو څخه په دوامدار ډول ملاتړ کوي."

ددغو میلیارد ډالري‌ مرستو سره سره، د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي ویلي دي چې حکومت یې د فعال پاتې کیدو لپاره په میاشت کې ۷ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG