د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ایران ته ځي 


د ایران او روسيې د بهرنیو چارو وزیران.
د ایران او روسيې د بهرنیو چارو وزیران.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه اکتوبر ۲۳ (تلې ۳۰) ویلي دي چې سرګي لاوروف د خپلو سیمه ایزو سیالانو سره د خبرو لپاره تهران ته ځي.

تر دې مخکې د ایران رسمي اژانس (ایرنا) هم راپور ورکړی و چې د روسیې، ترکیې، اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران د «۳+۳» غونډې کې د ګډون لپاره ایران ته ځي. وايي دغه وزیران به د جنوبي قفقاز په مسائیلو او د سیمه ایزې همکاریو په زیاتېدو خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د روسیې د تاس او آی آی ای رسینو ته تائید کړی چې سرګي لاوروف تهران ته سفر کوي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په منځني ختيځ کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او د قره باغ په اړه د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ ستونزه هم لا حل شوې نه ده.

روسيه په اوکراین باندې له پوځي یرغل وروسته له ایران سره ښه روابط لري او له دغه هېواد سره یې خپلې پوځي او اقتصادي اړیکې قوي کړي دي.

د لویدیځ هېوادونه، چې په روسیې باندې یې بندیزونه لګولي، وايي چې ایران په روسیې باندې بې پيلوټه الوتکي پلورلي دي. ایراني مقامات روسیې ته د دغو الوتکو د انتقال خبره نه مني، خو وایي افتخار کوي چې د نړۍ قدرتوته د دوی له وسلو څخه استفاده کوي.

په همدې حال کې یو شمېر لویدیځو هېوادونو ایران تورن کړی دی چې په اسرائیل باندې د حماس په بریدونو کې لاس لري، ایران دا تورونه ردوي.

د «۳+۳» لومړۍ غونډه تېرکال د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو ترمنځ وشوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG