د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ازادې اروپا رادیو ته د جرمانې د ادا کولو نیټه ټاکلې


په پراګ کې د ازادې اروپا / رادیو ازادي مرکزي دفتر
په پراګ کې د ازادې اروپا / رادیو ازادي مرکزي دفتر

روسي مقاماتو د ازادې اروپا رادیو / رادیو ازادۍ د روسي خپرونو څانګې ته ۶۰ورځې مهلت ورکړی چې د روسیې د «بهرنیو اجنټانو» د قانون نه د سرغړونو په وجه څه دپاسه ۷۰زره ډالر جریمه ورکړي.

دغه اعلان وروسته له هغې وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ اپریل ۶ (وري ۱۷) د ازادې اروپا رادیو / ازادۍ رادیو او د امریکا د نورو بهرنیو رسنیو نه ملاتړ څرګند کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې مسکو «دغه ډول په نښه کولو لپاره تهاجمي مقررې او جریمې» وضع کړي چې «د ازادې اروپا رادیو / ازادۍ رادیو له روسیې وباسي.»

په روسیه کې هغه ډلې او افراد چې د «بهرنیو اجنټانو» په نامه وپیژندل شي باید د خپل عاید منبع او د فعالیت سند وړاندې کړي او که نه نو جریمه کیږي.

د روسیې د دولت د رسنیو د تنظیمولو ادارې ویلي د ازادې اروپا رادیو / ازادۍ رادیو او د هغې د مدیر پر ضد یې ۳۹۰سندونه پدې خاطر ثبت کړي چې په روسیه کې د خپلو نهه فعالو ویبپاڼو په نښه کولو کې پاته راغلي.

د ازادې اروپا رادیو / ازادۍ رادیو رئیس جیمی فلای دغه جریمه غندلې او هغه یې « غیر مشروع» ګڼلې ده. هغه ویلي چې دا ددې رادیو د فعالیت د مخنیوي لپاره دي.

ښاغلي فلای د فرانس پرس اژانس د غوښتنې په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي: «د ازادې اروپا رادیو/ ازادۍ رادیو د روسي مقاماتو له لورې پدې خاطر په نښه شوې چې مونږ په روسیه کې مخ په ودې اوریدونکو ته پداسې حال کې کره خبرونه او معلومات وړاندې کوو چې کریملن هڅه کوي معلوماتو ته د روسانو لاس رسی محدود کړي.»

هغه زیاته کړه چې: «مونږ به خپل اوریدونکي یواځې پرینږدو، دا مهمه نده چې روسي مقامات پر مونږ څومره جریمه لګوي...مونږ به په پرله پسې توګه زمونږ پر ژورنالیستي ازادۍ باندې ددغو بریدونو پر وړاندې په ټولو ممکنو لارو چارو ودریږو.»

د روسیې یوې محکمې د ازادې اروپا رادیو / ازادۍ رادیو باندې ۹۲۵زره ډالر جریمه لګولې وه. دغې رادیو استناف ته مراجعه کړې خو د مسکو ښار د تورسکوی ناحیې محکمې د چهارشنبې په ورځ د هغوی د استناف غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې په۶۰ورځو کې باید ۷۱زره ډالر جریمه تحویل کړي.

په حقیقت کې د «بهرني اجنټانو» لایحه په ۲۰۱۲کې د غیر دولتي موسسو د فعالیت د کنترول کولو لپاره تصویب شوې وه، خو په ۲۰۱۷کې په کې رسنۍ وروسته له هغې شاملې شوې چې د روسیې آر ټي (RT) رسنۍ په متحده ایالاتو کې د بهرني اجنټ په توګه وپیژندل شوه.

XS
SM
MD
LG