د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان ته د روسیې په مشرۍ ځواکونه استول شوي چې حالت کابو کړي 


په قزاقستان کې خلکو اعتراضونه پیل کړي
په قزاقستان کې خلکو اعتراضونه پیل کړي

د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون د سازمان ځواکونه قزاقستان ته استول شوي چې هلته روانه ناکراري او بي ثباتي ارامه کړي.

په دغه هېواد کې خلکو د یوې اونۍ راهیسې د تیلو د بیو د لوړېدو په ضد اعتراضونه پیل کړي چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي، تر ۱۰۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي او یو شمېر دولتي ودانۍ هم سوځول شوي‌ دي.

د قزاقستان ولسمشر کاسیم جمارت توکایوف د پنجشنبې په سهارجنوري شپږمه (مرغومې۱۶) د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون له سازمان څخه د «ترهګرو ډلو [معترضینو] » سره د مبارزې لپاره د مرستې غږ وکړ، دی وايي چې دا «ترهګرې ډلې په بهر کې ښه روزل شوي» دي.

د قزاقستان د ولسمشر له غوښتنې څو ساعته وروسته دغه سازمان په یوې اعلامیې کې وویل چې د سرتېرو لومړۍ ډله یې هغه هېواد ته واستوله، په سرتېرو کې د روسیې نیمه پوځیان او د دغه ایتلاف د نورو غړوعسکر شامل دي. دا په نویمه لسیزه کې د ګډ امنیتي‌ تړون د سازمان له جوړېدو راهېسې د دوی لومړی ګډ اقدام بلل کېږي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « سوله ساتي ځواکونه.... د محدود وخت لپاره د قزاقستان جمهوریت ته واستول شول چې حالت ثابت او عادي کړي.»

روسیه، ارمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ازبیکستان د دغه تړون بنسټګر هېوادونه بلل کېږي. اوس د دې تړون مشر د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان دی، هغه ویلي‌ دي چې ایتلاف د قزاقستان د ولسمشر له غوښتنې سره موافقه کړې او «قزاقستان د بهرنۍ مداخلې» سره مخامخ دی.

که څه هم په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې څومره سرتېري استول شوي دي،‌ خو د روسیې د دفاع وزارت څخه په خپرو شويو تصویرونو کې ښودل کېږي چې نظامي ترانسپورتي الوتکې قزاقستان ته تر روانېدو مخکې په عسکرو او زرهي موټرونو بار او ډکې دي.

دا په دغه هېواد کې تر دې دمه تر ټولو بد تاوتریخوالی ګڼل کېږي، پولیس وايي د «الماتای» ښار په حکومتي ودانیو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې لسګونه کسان وژل شوي.

د اسوشیتډپرس وايي چې د روسیې خبري اژانسونه د پولیسو د ویاند سلطنت ازربیک له خولې لیکلي دي: «افراطي ځواکونو په حکومتي ودانیو، د الماتای د پولیسو په ادارو او نورو کمیساریو د بریدونو هڅه کوله. لسګونه بریدګر له منځه تللي دي.»

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له ټولو اړخونو د زغم غوښتنه کړې او امریکا بیا له چارواکو غوښتي دي خلک دې پرېږدي چې «په سوله ایز ډول» خپل اعتراض وکړي.

په ۲۰۱۹ کې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف واک توکایوف ته وسپاره. نظربایوف د دغه هېواد د جمهوري نظام بنسټګر بلل کېږي.

توکایوف تېره ورځ د مظاهرو د ارامولو لپاره کابینه لغوه کړه او دا مهال په مظاهرو، د خلکو په راټولېدو او د شپې په تګ راتګ بندیز لګول شوی. مظاهره کوونکي تر ډېره په مخکني ۸۱ کلن ولسمشر نظربایوف په غوصه دي او په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویدیو کې ښودل کېږي چې مظاهره کوونکي‌ د هغه یوه مجسمه هم غورځوي.‌

قزاقستان د روسیې مهم ایتلافي دی او له لویدیځ او چین سره هم ښې اړیکې غواړي. دا هېواد د تیلو او ګازو پراخې زېرمې لري او د یوریانیمو تر ټولو ستر تولېدونکی بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG