د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د قزاقستان څخه د ځواکونو د ایستلو بهیر د جنورۍ په ۱۹ بشپړیږي


د قزاقستان څخه د روسیې په مشرې د ډله ییز امنیتي تړون د ځواکونو د وتلو مراسم
د قزاقستان څخه د روسیې په مشرې د ډله ییز امنیتي تړون د ځواکونو د وتلو مراسم

له قزاقستان څخه د روسیې په مشرې د ډله ییز امنیتي تړون د ځواکونو د وتلو بهیر د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ پداسې حال کې پیل شو چې د منځنۍ اسیا ددغه هیواد مقاماتو ویلي ددې هیواد د امنیت پخوانی مشر غوښتل کودتا وکړي.

روسیه وایي د ځواکونو د وتلو بهیر به د پخواني مهالویش څخه دمخه د جنورۍ په ۱۹ بشپړ شي.

قزاقستان ته د روسیې په مشرۍ ځواکونو په استولو باندې غربي مشرانو پداسې حال انتقادونه کړي وو چې د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې ځواکونو د ځای پر ځای کیدو په وجه اندیښمن دي. مسکو پر اوکراین باندې د یرغل کولو تورونه رد کړي خو ویلي یې دي چې د اوکراین په اړه د ناټو د تړون سره یې خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي د قزاقستان ماموریت بریالی و او یو داسې تمرین و چې د نورې ارزونې ضمانت کوي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت تقایف تیره اونۍ د ډله ییز امنیتي تړون څخه وروسته له هغې د مرستې غوښتنه وکړه چې د تیلو د بیې د لوړوالي په غبرګون کې سوله ییز اعتراضونه ددې هیواد په زیاتو لویو ښارونو کې په تاوتریخوالي واوښتل.

د قزاقستان د دفاع وزارت مرستیال په المتای ښار کې د پنجشمبې په ورځ ددغو ځواکونو د وتلو د مراسمو په یوه غونډه کې وویل: «ستاسې د راتګ نه مننه، د قراقستان پوځ او امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې د بانډستانو د په نښه کولو او نیولو په اړه خپلې بیړنۍ دندې ترسره کړي.»

قزاقستاني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې «د تروریستانو ضد عملیات» د هیواد په زیاتو برخو کې پای ته رسیدلي او اوس غواړي د هیواد پلازمینه الماتای ښار په بشپړه توګه امن کړي.

اسوشیټډ پرس تیره ورځ رپوټ ورکړی و چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په الماټا ښار کې چې د تاوتریخوالو له امله ډیر زیانمن شوی، ۱۶۷۸ کسان نیول شوي او ۳۰۰ جنایي دوسیې پرانیستل شوي دي.

که څه هم د قزاقستان په تاوتریخوالو کې د وژل شویو رسمي شمیر ۱۶۴ اعلان شوی خو د هغه هیواد جمهور رئیس قاسم جومارت توقایوف ویلي دي چې په سلګونه ملکي کسان او امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان شوي دي.

له څو ورځو نارامیو وروسته اوس د قزاقستان په الماټا ښار کې حالت نورمال شوی دی.

د شاوخوا یوې اوونۍ مظاهرو په جریان کې موترونه او دولتي ودانۍ وسوځول شوې، هوایي ډګر ونیول شو او وسله والې نښتې وشوې. خو تاوتریخوالی تر ډیره د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځو پای ته ورسید.

XS
SM
MD
LG