د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین جنوب کې زرګونه خلکو ته د وتلو امر کړی


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

روسیې د اوکراین په جنوب کې د «دنیپرو سیند» په غاړه کې پراته زرګونه ولسي خلکو ته امر کړی چې ووځي، کیف دا کار د «خلکو اجباري شړل» بللي دي.

د راپورونو له مخې د روسیې له لوري ګمارل شویو مقاماتو ۷۰زره خلک د اوکراین د تهاجمي بریدونو د ویرې له کبله نورو ځایونو ته انتقال کړي دي.

چارواکي وايي چې روسیه لا هم ولسي سیمې په نښه کوي او په تازه بریدونو کې یې د مایکولایف په ښار کې یوه ودانۍ په نښه کړې ده.

تر دې مخکې یې د اوکراین د انرژئ د تولید په تاسیساتو بریدونه وکړل، په خلکو برېښنا پرې شوه او تیلیفوني خدمتونه هم ټکني شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو ویاند ند پرایس د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې روسیې په دوو ورځو کې ۱۰۰ میزایل توغولي دي،‌ هغه دا بریدونه په کلکه وغندل او وویل چې دا بریدونه وحشتناک دي چې د انساني کړاوونو د زیاتولو لپاره کېږي.

روسیه په ولسي خلکو د بریدونو خبره رد کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین دا تازه بریدونه په تورې بحیرې کې د مسکو په یوې بېړۍ باندې د ورستي برید غچ اخیستل بللي دي.

اوکراین د روسیې په بېړۍ باندې برید نه رد کړی او نه یې هم تائید کړی، مسکو له دغه برید وروسته د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په نوښت د غلو دانو د صادرولو پیل شوې لړۍ هم وځنډوله.

د اوکراین په ځینو ښارونو باندې له بریدونو وروسته، کیف یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې روسیه دې لا نوره منزوي کړي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی، امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی، له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړې او په روسیې باندې یې کلک بندیزونه لګولي دي.

ملګري ملتونه وايي د اوکراین په جګړې کې زرګونه خلک وژل شوي او ژوبل شوي او میلیونونه نور خپلو کورونو پرېښودو ته اړ وېستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG