د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: روسیه د غلو دانو صادراتو ځنډولو سره 'خوراک نه د وسلې کار اخلي'


اوکراین کې د غنمو کروندې
اوکراین کې د غنمو کروندې

مسکو د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د غلو د صادراتو د هغه تړون پلي کول وځنډول چې له اوکرایین څخه یې د نهه میلیون ټنو څخه زیاتې غلې لیږدولو ته اجازه ورکړې او د نړیوال خوراکي بحران په راکمولو او د نرخونو په راټیټیدو کې یې مرسته کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت په تورې بحیرې کې ددې هیواد په کښتیو باندې د بې پیلوټه الوتکې برید پړه چې د کریمیه ټاپو وزمي په ساحل کې یې لنګر اچولی پر اوکراین اچولې او دا کار یې د غلو د صادراتو له تړون څځه د وتلو لپاره بهانه کړی دی. روسیې ویلي چې دا برید د شنبې په سهار شوی دی؛ اوکراین دا برید رد کړی دی.

روسیې په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اوکراین د وسله والو ځواکونو د عملونو په تړاو ... روسیه نشي کولی د تور سمندرګي په نوښت کې د شاملو ملکي بار وړونکو کښتیو خوندیتوب تضمین کړي او د نن ورځې څخه یې پلي کول د نامعلومې مودې لپاره ځنډوي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې وویل: "ددې تنظیم [موافقې] په لغوه کولو سره، روسیه یو ځل بیا په خپله پیل کړې جګړه کې خوراکي توکي د وسلې په توګه کاروي، کوم چې په مستقیم ډول په ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو او د خوراکي توکیو په نړیوالو نرخونو اغیزه کوي، او موجود سخت بشري بحرانونه او د خوراکي توکیو ناامني لاپسې زیاتوي."

ښاغلي بلینکن وویل چې متحده ایالات "د روسیې له حکومت څخه غواړي چې بیا له نوښت سره یوځای شي، په بشپړ ډول په موافقې عمل وکړي، او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار وکړي چې په ټوله نړۍ کې خلک وکړای شي چې ددې نوښت له اسانتیاو برخمن شي."

د روسیې اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له روسیې او اوکراین څخه وغوښتل چې د تورې بحیرې له لارې د غلې دانې د صادراتو تړون نوي کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې دغه اقدام «د وړاندوینې وړ» بللی دی. د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې هغه مسکو پدې تورن کړ چې د سپتمبر د میاشتې راهیسې د غلې د بار وړونکو کښتیو "مخنیوی" کوي. زیلینسکي وویل، اوس مهال ۱۷۶ بېړۍ په سمندر کې روانې دي، چې له دوه میلیونو ټنو څخه زیات خوراکي توکي لېږدوي.

زیلینسکي د شنبې په شپه اکتوبر ۲۹، په خپله وینا کې وویل: "دا د روسیې لخوا یوه څرګنده هڅه ده چې په افریقا او آسیا کې د لویې قحطۍ ګواښ بیا رامنځته شي." هغه د ملګرو ملتونو او جي۲۰ هیوادونو په څیر نړیوالو ادارو څخه د روسیې په وړاندې د سخت غبرګون غوښتنه وکړه.

د یکشنبې په ورځ په دلاور کې خبریالانو ته د وینا پر مهال، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اوکراین د غلو له معاملې څخه د روسیې د وتلو پریکړه "په بشپړه توګه ظالمانه" وبلله او وویل چې دا به لوږه زیاته کړي.

پدې رپوټ کې د اسوشتید پرس، فرانس پرس او رویترز اژانسونو رپوټونه کارول شوي

XS
SM
MD
LG