د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او امریکا د دفاع وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړي 


د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ په دغو نادره خبرو کې «د اوکراین د وضعیت په ګډون د نړیوال امنیت پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي.»

په ټولنیزو رسنیو کې د روسیې د دفاع وزارت په خپرې شوې اعلامیې کې پدې اړه نور جزییات ندي ورکړل شوي.

دا له هغه وخت راهیسې چې روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین پوځي یرغل کړی، د شویګو او آسټین ترمنځ دویمه تلیفوني اړیکه وه.

د امریکا او روسیې ددغو دوو لوړپوړو پوځي مشرانو ترمنځ وروستی ټیلیفوني تماس د می په ۱۳ نیټه ترسره شوی و. له هغې وروسته بیا د می په ۱۹ د روسیې لوی درستیز والري ګیراسیموف او د هغه د متحده ایالاتو سیال مارک میلي ترمنځ تلیفوني خبرې وشوې.

د فرانس پرس خبري اژانس د رپوټ له مخې د پنتاګون ویاند ویلي چې د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین پدغو خبرو کې له خپل روسي سیال سرګي شویګو څخه وغوښتل چې د اوکراین د جګړې په اړه "د ارتباطاتو د کرښې" خلاصې وساتل شي.

د پنتاګون ویاند برید جنرال پاټ رایډر ددې تلیفوني تماس وروسته په یوه اعلامیه کې وویل: "د دفاع وزیر آسټین د اوکراین د روانې جګړې په جریان کې د اړیکو د کرښو د پرانست ساتلو په اهمیت ټینګار کړی دی."

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.

روسیې پر امریکا تور لګولی چې لوېدیځ پلوه اوکراین ته د مالي او پوځي مرستو په ورکولو سره د جګړې د اوږدولو هڅه کوي.

د اندونیزیا په کوربه توب د نومبر په میاشت کې د جي۲۰ سرمشریزې دمخه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره اونۍ وویل چې هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره د شخصي لیدو کتلو لپاره "هیڅ اړتیا" نه ویني.

د دې میاشتې په پیل کې، بایډن ویلي وو چې هغه له پوتین سره د لیدنې "هیڅ نیت" نه لري مګر د خبرو احتمال یې رد نه کړ.

XS
SM
MD
LG