د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین کړکیچ؛ لاوروف د هند ستاینه وکړه 


لاوروف په نوي ډهلي کې
لاوروف په نوي ډهلي کې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د جمعې په ورځ اپریل اول (وري ۱۲) نوي ډهلي ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د هندي چارواکو سره وکتل.

سرګي لاوروف چې د روانې اونۍ په پیل کې د چین د بهرنیو چارو وزیر سره له کتنې وروسته هند ته تللی دی هڅه کوي چې دغه دوه اسیایي ځواکونه د لویدیځ د بندیزونو په وړاندې تر خپل څنګ ودروي.

ښاغلي لاوروف د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرمانیام جایشنکر سره په کتنه کې د هند څخه مننه وکړه چې «ټولو حالاتو ته په کتنه یې واقعیتونو ته کتلي نه دا چې یواځې یو اړخ ته یې پام کړی.»

ښاغلي لاوروف د خپل هندي سیال سره پر هند باندې د روسیې د خامو تیلو د پلورلو او همداشان د پیسو د ورکړې د هغه مالي سیستم په اړه چې بندیزونه مات نکړي هم خبرې وکړې او وویل چې روسیه به د هند د انرژۍ، ساینس او تکنالوژۍ، بهرنۍ فضا او درمل جوړولو صنعت په برخه کې د پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي.

دوه ستر اسیایي ځواکمن چین او روسیه د عمده هیوادونو له ډلې څخه دي چې پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ ۲۴ پوځي یرغل یې ندی غندلی. چین ته د ښاغلي لاوروف د تیرې اونۍ د سفر وروسته بیجینګ وویل چې دا هیواد اوس «نور هم مصمم شوی» چې د روسیې سره دوه اړخیزې اړیکې نورې هم ټینګې کړي.

هند او چین په اوکراین کې د سمدستي اوربند ټینګیدل غواړي، خو په صراحت سره یې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د محکومولو څخه ډډه کړې ده. په روسیې باندې د لویدیځ د پراخو بندیزونو سره سره هند او چین د روسیې څخه د محصولاتو رانیولو ته دوام ورکوي.

پدې ترڅ کې د هند یوې حکومتي منبع چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې پداسې حال کې چې روسي بانکونه د لویدیځ له لورې تحریم شوي، ددې هیوادونو د بهرنیو چارو وزارت پلاوي د یو داسې میکانیزم په رامنځته کولو بحث کوي چې څنګه روسیې ته پیسې ورکړل شي.

هند ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سفر څخه یوه ورځ دمخه د متحده ایالاتو او بریتانیا دپلوماتانو په نوي ډهلي کې د هندي چارواکو سره وکتل چې د هند حکومت د روسیې سره په معامله کې د لویدیځ له لورې پر روسیې باندې لګیدلي بندیزونه مات نکړي. متحده ایالات او بریتانیا غواړي چې هند په تدریجي توګه له روسیې څخه لرې شي.

هند په پام کې لري چې د روسیې څخه د ډبرو سکرو واردات دوه چنده کړي. د رویترز اژانس په وینا د سه شنبې په ورځ هند د اوکراین څخه د محصولاتو د ځنډیدو وروسته د روسیې سره موافقه وکړه چې له هغه هیواد څخه ۴۵۰۰۰ ټنه د لمرګل (افتاب پرست) غوړي واخلي.

XS
SM
MD
LG