د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ګاونډیانو پدې هیواد کې د ټولشموله سیاسي جوړښت غوښتنه وکړله


د افغانستان ګاونډیو هیوادونو په چین کې د سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې په افغانستان کې د پراخ بنسټ او داسې سیاسي جوړښت غوښتنه وکړله چې ټولو ته پکې ونډه ورکړل شوې وي.

د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنجشنبه مارچ ۳۱ (وري۱۱) د سیمې د هیوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو دریمې غونډې په پای کې په یوې ګډې اعلامیې کې د خبرو د لارې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې په اهمیت ټینګار کړی او پکې ویل شوي چې افغانستان باید منځلارې او سالمه بهرنۍ او کورنۍ پالیسي ولري او د ګاونډیو هیوادونو په ګډون د ټولو هیوادونو سره دوستانه اړیکې ولري.

پدې دوه ورځنۍ غونډې کې د افغانستان، چین، روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان استازي د چین د تونشي په ښار کې د افغانستان د وضعیت په هکله د خبرو لپاره راټول شوي و.

په ګډې اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې سوله ایز، نیکمرغه او با ثباته افغانستان د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی.

سره لدې چې پدې ګډې اعلامیې کې د طالبانو د هغې پریکړې په هکله چې په افغانستان کې یې نجونې د متوسطه او ثانوي زده کړو څخه منع کړي څه ندي ویلي خو البته د میرمنو او نجونو د حقونو او لپاره په لازمونو ګامونو اخیستو ټینګار شوی.

د سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې همدارنګه راغلي چې د افغانستان د خلکو د ژوندانه د بهتره کیدو او د میرمنو، نجونو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې اقدامات وشي.

پدې غونډې کې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي برخه اخیستې وه. ښاغلي متقي پدې غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د سیاسي جوړښټ د ټول شموله کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او ویلي یې دي چې د دې موضوع د څیړلو لپاره د کابینې په کچه یو کمیسیون جوړ شوی.

د طالبانو په اعلامیې کې د ښاغلي متقي د قوله ویل شوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې دننه د ځینو مهمو افغان شخصیتونو سره په اړیکه کې دی چې داسې یو سیاسي تشکل جوړ شي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي.

روسیه: د ټولشموله حکومت جوړییدل د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره مهم دي

پدې غونډې کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمی پیژندلو لپاره دا مهمه ده چې طالبان داسې یو حکومت جوړ کاندي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي.

ښاغلي لاوروف د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ملاقات کې ویلي چې مسکو پدې باور دی چې نړیواله ټولنه باید په فعاله توګه د طالبانو سره همکاري وکړي او طالبانو داسې اقداماتو ته وهڅوي چې ملګري ملتونه او نور هیوادونه یې په رسمیت وپیژني.

آقای لاوروف خطاب به آقای متقی گفت که کلید به رسمیت شناخته شدن حکومت طالبان توسط جامعه جهانی، ایجاد یک حکومت همه شمول است.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف امیر خان متقي ته په خطاب کې وویل دا چې نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت په رسمیت وپیژني، دا مهمه ده چې ټول شموله حکومت جوړ شي.

سره لدې چې طالبانو د تیر کال د اګست د میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي د داسې حکومت د جوړیدو ژمنې کړي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي خو د هغوي په سرپرستې کابینې کې هیڅ یوې میرمنې ته برخه نده ورکړل شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې د طالبانو څخه د ټول شموله حکومت جوړیدو غوښتنه وکړله چې روسیې پنجشنبه مارچ ۳۱ (وري۱۱) ویلي د طالبانو د حکومت یو دپلومات ته یې باورلیک ورکړی او هغه په روسیې کې کار پیل کړی دی.

ښاغلي لاوروف، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی، ویلي دي چې دا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لومړی دپلومات دی چې روسیه یې مني.

هغه وویل: «غواړم ووایم لومړی افغان دپلومات، چې تېره میاشت د نویو مقاماتو [طالبانو] له لوري مسکو ته استول شوی و، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې باور لیک ترلاسه کړی دی.»

د روسیې تر څنګ ایران هم په افغانستان کې د طالبانو څخه د ټولشوله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د امیر خان متقي سره په ملاقات کې ویلی چې د داسې حکومت جوړیدل چې د افغانستان ټولو پرګنو ته پکې برخه ورکړل شوې وي، د افغانستان د پرمختګ، امنیت او نیکمرغۍ سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG