د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي لا هم افغانستان څخه د نشه یي توکو د ګواښ سره مخ دي


د روسیې د فدراسیون د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د اپین تولید د کچې د کمیدو سره سره ددغه هیواد په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون د سازمان غړي هیوادونه لا هم له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق له جدي ګواښ سره مخ دي.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د یوې خپرې شوې خبر پاڼې پراساس د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۵ (وږي ۲۴) په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د اپینو په تولید کې تر ۸۰ فیصدو پورې د کمښت وروسته د مصنوعي نشه يي توکو تولید مخ په زیاتیدونکي ډول لوړ شوی، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هیوادونو ته قاچاق کیږي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي: "د نشه يي توکو ترټولو لوی ګواښ د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیو هیوادونو ته له افغانستان څخه متوجه دی".

د روسیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال اندریو خیروف د جمعې په ورځ د منځنۍ اسیا د هیوادونو د نشه يي توکو سره د مبارزې د چارواکو سره د یوې ګډې غونډې وروسته ویلي، چې دغو هیوادونو ته د نشه یي توکو د قاچاق د هڅو پر مهال د شپږو بهرنیانو په ګډون ۳۹۹ تنه هم نیول شوي دي.

همداشان د تاس خبري اژانس ویلي، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیو هیوادونو شاوخوا ۱.۷ ټنه بیلابیل نشه يي ټوکي چې دغو هیوادونو ته قاچاق کیدل هم ضبط کړي دي. خو د تاس خبري اژانس په راپور کې ددغو توکو د ضبط او د قاچاقبرانو د نیولو دقیقه نیټه نه ده ښودل شوې.

په دغه راپور کې ویل شوي: "د نشه يي توکو اړوند د ۸۵۴ جنايي پیښو چې ۲۸ د قاچاق هڅې او درې د پیسو د وینځلو پیښې هم په کې شاملې دي د عملیاتو پر مهال افشا شوي دي. په مجموعي ډول د شپږو بهرنیو په ګډون ۳۹۹ تنه شکمن د نشه يي توکو د جنايي پیښو کې د لاس لرلو په تړاو نیول شوي دي".

تاس اژانس ویلي، چې ۴۴ مطلوب جنایتکاران نیول شوي دي او ۴۴۴ انټرنیټي پاڼې چې د نشه يي توکو د معاملو لپاره کاریدلې هم تړل شوي دي.

دغه اژانس ویلي، چې د عملیاتو پر مهال یوه زیاته اندازه وسلې او چاودیدونکي توکې هم ددغو هیوادونو امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیو هیوادونو کې ارمنستان، قزاقستان، روسیه، بیلاروس، قیرغزستان او تاجیکستان غړیتوب لري

افغانستان د منځنۍ اسیا د دریو هیوادونو تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان سره ګډ سرحد لري. په تیرو څو اونیو کې د تاجیکستان امنیتي ځواکونو افغانستان سره په سرحد کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او د سخت دریځو اسلامي ډلو د وسله والو سره د نښتو خبر ورکړی دی.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د ګډ امنیتي تړون د سازمان غړیو هیوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق د ګواښ په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جنايي جرمنو ادارې (UNODC) د سپټمبر لس (وږي ۱۹) په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په چټک او مخ په زیاتیدونکي ډول د متامفتامین د تولید د زیاتیدو او له دغه هیواد څخه د سیمې هیوادونو ته د قاچاق د زیاتیدو خبر ورکړی وو.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان او ددغه هیواد په نږدې ګاونډیو هیوادونو کې د متامفتامین قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.

همداشان په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې په کال کې د نشه يي توکو کشف او ضبط په وروستیو پنځه کلنو کې د ۲.۵ ټنو څخه ۲۹.۷ ټنو ته زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې موندنې ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې په نشه يي توکو د بندیز وروسته هم د هروئینو قاچاق په ټیټه بیه دوام موندلی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په درییمه (حمل ۱۴) د یو فرمان په ترڅ کې افغانستان کې د کوکنارو کښت، نشه يي توکو استعمال، انتقال، خرڅلاو، تولید او کاروبار په بشپړ ډول منع کړ.

هغه په دغه فرمان کې خبرداری ورکړی، چې سرغړونکو سره به د شریعت پر اساس چلند څخه کار واخیستل شي او د هغوی فصلونه به له منځه یوړل شي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د متامفتامین قاچاق د طالبانو د مشر له خوا د نشه یي توکو د منع کولو د فرمان وروسته ډیر زیات شوی دی، چې په چټک ډول د نشه يي توکو د تولید د پراختیا او د دغو توکو د غیر قانوني بازارونو د بڼې احتمالي بدلون ښيي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG