د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې یوې محکمې دوه تنه محصلین له ناوالني سره د اړیکو لرلو په تور په بند محکوم کړل


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې په پلازمینه مسکو کې یوې محکمې د پوهنتون دوه محصلین ددغه هېواد د اپوزیسیون له پخواني مشر الکسي ناوالني سره د اړیکو په تور په درې کاله بند محکوم کړل.

روسیې په ۲۰۲۱م کال کې د ناوالني سازمانونه "افراطي" او غیرقانوني وبلل او د کرملین د دې سرسخته منتقد یو شمیر همکاران او ملاتړي یې هم په بند محکوم کړل.

دولتي رسنیو او د بشري حقونو مدافع ډلو د پنجشنبې په ورځ، مارچ ۱۴ (کب ۲۴مه) خبر ورکړ چې د مسکو په خروشفسکي سیمه کې یوې محکمې، ۲۳ کلن ایوان تروفیموف او ۲۲ کلنې الینا اولخنوویچ د "افراطي" سازمان سره د اړیکو د لرلو په تور، په درنیم کاله بند محکوم کړل. دغه دواړه د اقتصاد پوهنځي محصلین وو او تېر کال نیول شوي وو.

ناوالني تیره میاشت شمالي قطب ته نږدې د روسیې په یو زندان کې مړ شو. ډیری منتقدین د هغه مړینه د کرملین په وړاندې د نوموړي ټاکنیزو کمپاینونو له امله یو سیاسي غچ ګڼي. د ناوالني متحدینو د هغه د مړینې پړه پر کرملین اچولې او لویدیځ مشران وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه د مړینې مسوول دی.

له بلې خوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ له روسیې وغوښتل چې د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې چې ټاکل شوې د دې اوونۍ په پای او د روسیې لپاره په یو "ستونزمن" وخت کې ترسره کیږي، رایه ورکړي.

پوتین هڅه کوي چې دغه ټاکنې بیا وګټي او د نورو شپږو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي. کرملین وايي، دا ټاکنې به وښيي چې د روسیې ټولنه په اوکراین کې د پوتین د یرغل بشپړ ملاتړ کوي.

د دغو ټول ټاکنو په څنډه کې ولسمشر پوتین ملت ته په وینا کې وویل، چې دې پدې اند او باور دی چې خلک پوهیږي چې روسیه له یو سخت وخت او ازموینې سره مخ ده. پدې ازموینو کې د بریالي کیدو لپاره، روسیه باید "یووالي او په ځان باور" ولري. هغه ټینګار وکړ چې دغه ټول ټاکنې به د کریمیا په ګډون چې په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره ضمیمه شوه، د اوکراین په څلورو نیول شویو سیمو کې ترسره شی.

د روسې د جمهوري ریاست ټاکنې په داسې حال کې کیږي، چې په اوکراین کې روسي سرتیرو په میاشتو کې د جګړې په ډګر کې لومړنۍ بریاوې ترلاسه کړې او د پوتین تر ټولو سر سخته منتقد الکسي ناوالني هم تیره میاشت په زندان کې مړ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG