د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین د ختیځ دنباس د نیولو لپاره جګړې ته زور ورکړی 


روسي ځواکونو د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (غبرګولي اتمه) د اوکراین په ختیځ کې د پراخې صنعتي سیمې دنباس د نیولو لپاره جګړې ته زور ورکړی دی.

د دنباس د صنعتي سیمې د کنترول د ترلاسه کولو په مقصد روسي ځواکونو د یکشنبې په ورځ پر سیورودونتسک او لیسیچانسک ښارونو بریدونه کړي دي. دغه دوه ښارونه په لوهانسم ولایت کې وروستۍ دوه سیمې دي چې د اوکراین تر کنترول لاندې دي.

د اسوشیتید پرس او فرانس پرس اژانسونو د اوکراین د محلي چارواکو په وینا رپوټونه ورکړي چې روسي او اوکرایني ځواکونه په ختیځ اوکراین کې سره مخامخ جګړه کړې ده.

د لوګانسک د سیمې والي سرګي ګایډي په تیلګرام باندې په یو پیغام کې ویلي چې په لیسیچانسک کې «حالات پوره خراب» شوي دي. د هغه په وینا «د روسي ځواکونو په ډزو د اوسیدنې یوه ودانۍ لګیدلې یوه نجلۍ وژل شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.»

پر اوکراین باندې د روسیې د څه دپاسه درې میاشتو یرغل وروسته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولتس د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادمر زیلنسکي ترمنځ د مستقیمو جدي خبرو» غږ کړی دی.

د جرمني د صدراعظم د دفتر په وینا دغو دوو اروپایي مشرانو پرون د شنبې په ورځ د ښاغلي پوتین سره په ۸۰ دقیقو ټیلفوني خبرو کې «په سمدستي اوربند او د روسي ځواکونو په وتلو ټینګار کړی دی».

د جګړې په لومړیو وختونو کې د اوکراین د پلازمینې کیف د نیولو لپاره د روسي ځواکونو د هڅې له ناکامیدو وروسته روسیې خپل پام د اوکراین په ختیځ کې د دنباس سیمې نیولو ته واړوه.

د اوکراین ولسمشر د شنبې په ورځ مۍ ۲۸ خپل ولس ته په ورځنۍ وینا کې وویل چې: «شرایط خورا ستونزمن دي. په ځانګړې توګه په دنباس او خارکیف سیمو کې چیرته چې د روسیې پوځ هڅه کوي د ځان لپاره لږ تر لږه یو څه نتیجه ترلاسه کړي.»

له دې دمخه د روسیې د دفاع وزارت ویلي و چې د لیمن ښار د اوکرایني جلاغوښتونکو لاس ته ورغلی دی. دغه ښار د سیورودونتسک او کراماتورسک ښارونو په لار پروت دی چې د لوګانسک د سیمې یو پولیس منصبدار په وینا اوس روسي ځواکونو محاصره کړي دي، خو د سیمې والي ګایډي، ټینګار کړی چې د سیورودونتسک ارتباط ندی شلیدلی. هغه د اوکراین تلویزیون ته ویلي چې «لا هم د بشري مرستو د لیږدولو امکان شته.»

د سیورودونتسک په ښار کې د اټکل له مخې ۱۵زره ملکیان پاته دي. ددې ښار یو محلي چارواکي ویلي چې پرله پسې ډزو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د غربي متحدینو څخه د پرمختللو وسلو د ترلاسه کولو لپاره غږ کړی دی. د امریکایي رسنیو په وینا متحده ایالاتو موافقه کړې چې اوکراین اوږد واټن ویشتونکي راکټي سیستم ورکړي.

خو د پنتاګون ویاند جان کربي اوکراین ته د ایم۲۷۰ راکټي سیستم د ورکولو پلان ندی تائید کړی. دغه سیستم تر ۳۰۰ کیلو مترو پورې هدف ویشتلی شي. خو ښاغلي کربي ویلي چې واشنګټن «لاهم ژمن دی چې هغوی (اوکراین) د جګړې په ډګر کې بریالی شي.»

XS
SM
MD
LG