د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او اوکراین د بندیانو لویه تبادله پيل کړه


د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تبادله
د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تبادله

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ مۍ ۲۳ (جوزا درېیمه) په خپلو کې د جنګي بندیانو لویه تبادله پیل کړه، دوی په ترکیې کې د سولې په مخامخ خبرو کې د بندیانو په تبادلې توافق کړی و.

ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروت کې لیکلي دي: «د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو یوه لویه تبادله وشوه. ژر به عملي شي. دواړو خواو ته د دغو مذاکراتو له کبله مبارکي وایم. دا به یو ستر څه ته لار پرانیزي؟؟؟»

د اوکراین یو لوړ پوړي مقام تائید کړی چې تبادله روانه ده. د روسیې رسنیو خبر ورکړی دی چې تبادله به په راتلونکو ورځو کې دوام ومومي.

تېره اونۍ روسيې او اوکراین په دریو کلونو کې په لومړي ځل د سولې مخامخ خبرې وکړي. د دواړو خواو ترمنځ د جګړې ختمولو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی، خو موافقه یې وکړه چې هر لوری به ۱۰۰۰ بندیان تبادله کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل وکړ.

ولسمشر ټرمپ تېره دوشنبه د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره له جلا جلا تیلیفوني خبرو څخه وروسته وویل چې دواړه خواو موافقه وکړه چې د اوربند په اړه به خبرې ژر پیل کړي.

خو دا خبرې لا پیل شوي نه دي او نه یې هم د پيل لپاره کومه نېټه مشخصه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG