کرملین وايي، هیله لري چې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین د سولې خبرې په نږدې راتلونکې کې بیا پیل شي.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې له فبرورۍ راهیسې نه دي شوې، خو مسکو تمه لري چې دغه بهیر بیا پیل شي.
بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د سې شنبې په ورځ وویل، ښايي د روسیې، اوکراین او امریکا استازي په همدې میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره سره وګوري.
زلنسکي خبریالانو ته وویل: "موږ ټول به هڅه وکړو چې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د چمتووالي او د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړو."
زلنسکي څو ساعته وروسته له هغې دغه څرګندونې وکړې چې روسیې د شپې لهخوا په یوه برید کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله کیف او د دغه ښار شاوخوا سیمې په نښه کړې. په ورته وخت کې د راپورونو په حواله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
د پوتین د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف وايي، پوتین ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې مسکو د اروپا پر وړاندې «د تېري پلانونه» نه لري.
اوشاکوف وویل، پوتین د اوکراین د جګړې د وضعیت او د جګړې په ډګر کې د خپلو راتلونکو موخو په اړه هم د امریکا ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.
د کرملین د سلاکار په وینا، ټرمپ د جګړې د ژر پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړې پای به د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې، د پراختیا زمینه برابره کړي.
دواړو مشرانو د بشري مسایلو، په ګډون د بندیانو او محکومینو د تبادلې، په اړه هم د کار د دوام هوکړه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه