د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه کې یو پخوانی روسی جاسوس بی هوښه موندل شوی


د برتانیې مطبوعات وایي چې د روسیې یو پخوانی جاسوس یې بې هوښه موندلی دی.

د روسیې یو پخوانې جاسوس د سیلسبري په سیمې کې بې هوښه موندل شویدی، داسې ښېي چې هغه ته نامعومه خواړه یا زهر ورکړل شویدي.

د برتاینې مطبوعات وایي چې دغه کس د روسیې پخوانی جاسوس سرگي سکرپل دی. هغه ته د امریکا او روسیې ترمنځ د جاسوسانو د تبادلې د یوې موافقې په اساس په ٢٠١٠ کال کې په برتاینې کې سیاسي پناه ورکړل شوي وه.

د بي بي سي ټلویژن وایي چې ٦٦ کلن سرگي سکرپل او یوه دیرش کلنه ښځه د یکشنبې په ماسختن په یو مارکیټ کې بې هوښه موندل شویدي.

چارواکي وایي چې دواړه یې روغتون ته انتقال کړیدي.

په سکرپل باندې تور و چې د برتاینې د M16 لپاره یې جاسوسي کړیده. روسیې هغه ته په ٢٠٠٦ کال کې د جاسوسۍ په تور سزا ورکړه. سکرپل په ٢٠١٠ کې د امریکا او روسیې تر منځ د جاسوسانو د تبادلې د موافقې په اساس وبخښل شو.

د یادونې وړ ده چې برتانیې په روسیې دا تور هم لگولی و چې په ٢٠٠٦ کال کې یې د پخواني KGB یو جاسوس په لندن کې وژلی و. برتانیې ویلي و چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن د هغه د وژلو امر کړی و.

XS
SM
MD
LG