د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي کړکیچ خطر جدي دی


سرگي لاوروف د امریکا نه وغوښتل چې د پوځي کړکیچ د خطر د مخنیوي لپاره باید یو نوښت ته مخه کړي
سرگي لاوروف د امریکا نه وغوښتل چې د پوځي کړکیچ د خطر د مخنیوي لپاره باید یو نوښت ته مخه کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د جمعې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا د اټومي پروگرام په اړه د پوځي کړکیچ خطر "ډیر جدي" دی.

ښاغلي لاوروف وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو او شمالي کوریا له لورې یو بل ته گواښونو " مونږ ډیر اندیښمن کړي یو".

ښاغلي لاوروف په ضمني توگه د امریکا د متحده ایالاتو نه وغوښتل چې د احتمالي پوځي کړکیچ نه د مخنیوي لپاره باید امریکا ابتکار عمل ته مخه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په هکله وویل چې "هغه اړخ چې غښتلی او هوشیار دی، باید لومړی گام اوچت کړي چې دغه کړکیچ خنثی کړي."

ښاغلي لاوروف دغه څرگندونې په یوه تلویزیون خپرونه کې وکړې چې په ژوندۍ بڼه خپریده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر واشنگټاو او پیونگ یانگ دې ته وهڅول چې دواړه هیوادونه هغه گډ پلان چې روسیې او چین برابر کړی، لاس لیک کړي.

د مسکو او بیجینگ د گډ پلان له مخې شمالي کوریا د خپلو بالستیک میزایلو د ازموینې پروگرام دروي. په عین وخت کې د امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا هم باید خپل ستر پوځي تمرینونه وځنډوي.

XS
SM
MD
LG