د پوتین د غچ اخیستو له اعلان وروسته روسیې په اوکراین باندې پراخ بریدونه کړي

په اوکراین باندې د روسیې تازه بریدونه
په اوکراین باندې د روسیې تازه بریدونه

په اوکراین کې چارواکي وايي د روسیې د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي. همدغه راز په کیف کې هم درې پلونه وېشتل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي چې روسیې په دغو بریدونو کې په اوکراین باندې څه باندې ۱۱۰ میزایل او ۴۰۰ بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې د کریمیا په پل باندې به د اوکراین د شوي برید غچ اخلي.

په یو بل خبر کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي، چې په اوکران کې په روانو کې جګړو کې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۱۴ ماشومان وژل شوي او ۱۰۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د یونیسف یوې مسئولې لویس واټریج په ژینوا کې خبریالانو ته وویل: «په اوکراین کې ماشومان د ورتوغول کېدونکو بې پیلوټه الوتکو د اوازونو پېژندل زده کوي.»

په کیف کې پلونه وېشتل شوي

د کیف پوځي اداره وايي چې په دغو بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دی. د کیف ښاروال ویټالي کلچکو وايي چې په وژل شویو کې درې تنه د ښار د اوبو رسوونې په څانګې کې کار کاوه.

نوموړي وویل چې د تېرې شپې په دغو بریدونو کې د کیف درې مهم پولونه پودولسکو-وسکرسنسکي، دارنیتسکي او پیودني په نښه شوي او زیان ورته رسېدلی دی. دا پلونه د دنیپور سیند د پاسه دي. ښاروال له ښاریانو غوښتي چې په خپلو موټرونو کې تګ راتګ ونه کړي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په دغو پلونو باندې د جګړې لومړۍ کرښې ته وسلې انتقالېدې او همدغه راز په بریدونو کې دفاعي فابریکې او د انرژۍ سیمې هم په نښه شوي دي.

د اوکراین د لیویو ښاروال ویلي دي د سکنلیف د اورګاډي په سټېشن باندې د روسیې په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او لس نور ژوبل دي. همدغه راز په خرکیف کې په یو روغتون باندې برید کې څلو رتنه ژوبل شوي دي.

یو چارواکي اولکساندر په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د چرنیف په سیمې کې یوه بې پیلوته الوتکه د اوکراین د دویم ولسمشر لونید کوچما د کور موزیم کې اور بل کړی دی.

په برید کې همدغه راز د برېښنا د تولید یوه شبکه هم زیانمنه شوې ده. د برېښنا د تولید شرکت اوکرينرګو په لویدیځ لیویو، زاکرپاشیا او ایوانو-فرانکیوسک کې په بېړني ډول د برېښنا د پرې کېدو اعلان کړی دی او ویلي دي چې د کیف پنځو ناحیو کې برېښنا پرې ښوې ده.

فرانسې د جمعې په ورځ د روسیې د تازه بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «روسیه به د دې ځواب ووايي.»

د امنیتي تضمین په اړه خبرې

تر دغو بریدونو یوه ورځ مخکې په برلین کې د اوکراین د متحدینو غونډه وشوه، چې د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي او د ولسمشر ټرمپ زوم جرید کوشنر په کې وویل واشنګټن مسکو هڅولی دی، چې د -ناټو د متقابلې دفاع د پنځمې مادې- ته د ورته وړاندې امنیتي ضمانتونه په نظر کې ونیسي.

کوشنر خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم چې موږ په دې برخې کې روسان ارام کړل چې د اوکراین لپاره به هر امنیتي تضمین به د پنځمې مادې په اساس وي.» هغه وویل چې ولسمشر ټرمپ د دغه تضمین په اړه مثبت دی، خو «دا ښکاره خبره ده چې دا باید د امریکا په ګټه» وي.

کوشنر وویل: «ولسمشر ټرمپ د سولې د اړتیا په اړه د چین ولسمشر شي جینپینګ سره او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته قوي پیغام استولی. زه باور لرم چې هغه هم په دې فکر کوي چې سوله ترلاسه کېدونکې ده.»

ولسمشر ټرمپ همدغه راز په بروکسل کې له مشرانو سره په تیلیفون کې هم خبرې کړې دي. د پولنډ ولسمشر الکساندر سټب وویل چې ولسمشر له چین څخه واشنګټن ته په لار ورته زنګ وهلي او ویلي دي چې دا جګړه باید ختمه شي، چې اروپايي خپلې پېسې په نورو لومړیتوبونو باندې ولګوي.

نوموړي د پولنډ یوې ورځپاڼې ته ویلي: «په بله مانا، د اوکراین د حمایت د بندولو په اړه کومه غوښتنه نه وه.»

د میلانیا ټرمپ ونډه

د ولسمشر ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ له فاکس نیوز سره په یوې مرکې په دې اړه معلومات ورکړل چې څنګه یې تېره میاشت د روسیې تر اشغال لاندې د اولیشکي په ښار کې په اوربند کې منڅګړتوب وکړ.

هغې وویل چې د سپمتمبر په میاشت کې یې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په مهال د دې ښار په اړه واورېدل او بیا یې د یوې معاملې لپاره کار پیل کړ، چې څو اونۍ وخت یې ونیوه.

میلانیا ټرمپ وویل چې هغه «په هرې برخه کې دخېله وم، روغتون ته له انتقال څخه نیولې، لارو ته تر انتقال پورې...» مسايلو کې دخیله وه. هغې دا چاره بریالۍ وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې د اوربند نورې معاملې هم وشي.

په محلي کچه دا اوربند د اکتوبر له ۲۷مې څخه د نومبر تر لومړۍ پورې روان و، چې د میلانیا په وینا د مرستو انتقال او د شاوخوا ۸۰۰ کسانو تخلیې ته یې لاره برابره کړه. له دې وروسته، روسیې وړاندیز وکړ چې د ختیځ ښار کوسټیانټینیوکا کې چې شخړه په کې روانه ده- د تخلیې ورته عملیات وشي، خو ولسمشر زیلینسکي دا وړاندیز رد کړ او هغه یې د دغه ښار د نیولو لپاره د روسیې یوه هڅه وبلله.

​
XS
SM
MD
LG